اسلام آباد 23 جنوري(اے پي پي) د مسلم ليګ(ن)لارښودې مريم اورنګزېب وئېلي دي پھ څلورو مياشتو كښې درېم بجټ وړاندې كول د حك??مت د كمزورۍ عكاسي ده٬اولس د ګرانۍ سره مخ كړ?? كېږي۔د شورو په ورځ په پارليمنټ هاؤس كښې د متحده اپوزېشن غونډې نه پس مېډيا سره خپلو خبرو كښې دې ووئيل په غونډه كښې پريكړه شوې چې اپوزېشن به د حك??مت د اړخه وړاند?? كېدونكې مني بجټ ملاتړ نه كوي۔په اولس د ټېكسونو د لارې د ګرانۍ بوج اچولو هڅې مخالفت كوو۔دې ووئيل بيا بيا بجټ وړاندې كول د كمزورې معيشت ثبوت دے٬دا د حك??مت كمزوري ده چې په يو څو مياشتو كښې په درېم ځل بجټ وړاند?? كېږي٬ دې ووئېل اپوزېشن د اولس سره ولاړ دے او په اولس د نورو ټېكسونو او د ګرانۍ بوج اچولو به مخالفت كوي۔