اسلام آباد 30 جنوری (اے پی پی) الېکشن 2018ء لپاره د جوړې كړې پارلماني كمېټۍ غونډه د شورؤ په ورځ پارلېمنټ هاؤس كښې د كمېټۍ چيئرمېن پروېز خټك په مشرۍ كښې وشوه۔ كومه كښې چې د كمېټۍ ??ړو ، وفاقی وزيرانو ډاکټر شیریں مزاری، شفقت محمود اوچوهدری فواد حسېن په شمول د كمېټۍ ??ړو رانا تنویر حسین، سناتور اعظم سواتی، سردار ایاز صادق، مرتضیٰ جاوېد عباسی، سناتور رحمن ملک، سید نوید قمر، امیر حیدر خان هوتی، سرفراز بګټي ، راجه پرویز اشرف او سناتور هدايت الله ګډون وكړو۔ سناتور اعظم سواتي ووئيل سپيكر چې د الېك??ن كره كتنې په لړ كښې د كمېټۍ جوړولو كوم تحريك ايوان څخه منظور كړې د هغې ترمخه يواځې خاص كمېټي جوړېدې شي ٬ پارلماني نه۔ د كمېټۍ سېكتر په نوټيفېكي??ن كښې د پارلماني كمېټۍ لفظ كارولې۔ رانا تنویر حسین ووئيل تصحيح دې وكړې شي او كمېټي دې كار ته پرېښودلې شي۔ د الېك??ن كمېشن د اختياراتو په اړه د اطلاعات وفاقي وزير چوهدي فواد حسېن ووئيل په نړۍ كښې چې څومره اختيارات زمونږ الېك??ن كمېشن ته ترلاسه دي بل چرته نشته۔ بس كسان دې سم ولګولې شي نو كار به سم شي۔ د دې په ځواب كښې رانا تنویر حسین ووئيل حكومت ستاسو دے سم كسان تاسو ولګوۍ ??كه څنګه چې حكومت نور كارونه سم كوي دغسې دې دا هم وكړي۔ سناتور رحمن ملك ووئيل كه كمېټي سفارشات وركولې شي او په پرېكړو عملدرآمد لازم نه وي نو دا خو د وخت ضائع كولو خبره ده۔ د تعليم وفاقی وزیر شفقت محمود ووئيل مونږ كمېټي په جدي توګه اخلو ٬ نوټیفکېشن كښې تصحيح ته اړتيا ده۔ ګني د كېمېټۍ كا??رو??ئي چېلنج كېدې شي۔ كېمټۍ په قواعدو كښې د بدلون منظوري ور??ړه چې ترمخه ئې الېکشن 2018ء لپاره د پارلماني كمېټۍ نامه خصوصي كمېټۍ كړې شوه۔ غونډه كښې دا هم پرې??ړه وكړی شوه چې د كمېټۍ راروانه غونډه به د فرورۍ په دوهم اونۍ كښې په 10 مه او 11 مه نېټه كولې شي۔