اسلام آباد 04 فروري (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپیکر اسد قېصر وئيلي دي د كشمير مسئله يوه سيم?? ايزه شخړه نه ده بلكې د خپلواكۍ حق د كشميريانو بنيادي حق دے٬ کشمیر كښې د طاقت كارولو سره د آزادۍ تحریك د پښو لاندې كېدې نه شي او نه په دې مسئله د پاكستان اصولي موقف بدلېدې شي۔ د دې خيالاتو څړګندونه ده كشمير سره د يوالي ورځ په موقع خپل پېغام كښې كړې كومه چې هر كال كشميريانو سره د يوالي ورځ لپاره د فرورۍ په 5مه نيټه د آزاد كشمير پشمول ټول دنيا كښې لمانځلې كې??ي۔ د سوئيلي اسیاء او د كشمير مسئلې د سباٶن حواله وركولو سره سپيكر ووئيل سوئيلي اسيا ء كښې تر ھغه وخت د كوټلي امن خوب رښتيا كېدې نه شي تر څو چې هندي واكمند په مقبوضه وادۍ كښې د ظلم او جبر نه لاس ونه نيسي۔ ده په ملګرو ملتونو زور رواړو د كشمير په اړه خپل قراردادونه عملي كول باوري كړ??۔ ده ووئيل حکومت او اولس به د كشميريانو د خپلواكۍ حق د هلو ځلو په هر فورم اخلاقي٬ سياسي او سفارتي ملاتړ روان ساتي