پېښور ۔11 فروری (اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير اسد عمر وئيلي دي د پاكستان په اړه د آئي اېم اېف پوزيشن كښی مثبت بدلون رامخې ته شوې۔ آئي اېم اېف سره لوظنامې كولو ته نزدې شوې يوو۔ پېښور كښې د خېبر پختونخوا چمېبر آف كامرس دورې په مهال خطاب او ميډيا سره خبرو كښې ده ووئيل ایران او افغانستان سره به تجارت ز??ات??ل ??ي۔ مونږ د منطقې هېوادونو سره غوره اړيكې غواړو۔ تركيه او ايران د ګاز منصوبو كښې شاملولو له هم خوښي لرو او مونږ افغانستان كښې امن له هر ممكنه كردار ترسره كوو۔ ده ووئيل آئي اېم اېف سره د پاكستان معيشت لپاره په ګامونو صلا يوه شوې ولې ضرورت د دې خبرې دے چې آئي اېم اېف سره راروانه لوظنامه آخري لوظنامه وګرځولې شي او دې څخه وروستو مونږ كله هم آئي اېم اېف ته د بيا تللو حاجت ونه لرو۔ ده ووئيل ??اكستان به څوك د بهر نه نه سموي بلكې دا مونږ له سمول دي۔ مونږ به غوره پرېكړې كوو نو معيشت به پياوړې كیږي او دا يواځې په سرمايه كارۍ ممكنېدې شي۔ ده ووئيل د ټېكس دائره پراخه كول ضروري دي او دې نه غېر هېواد مخ په وړاندې نشي تللې۔ ده ووئيل د اېف بي آر چھاپو او آډټ سره به ټېكس نه زياتېږي۔ هڅه ده چې وړو تاجرانو له آسان سسټم راوړو كوم چې د يوې پاڼې وي او دوئي په كال كښې يو وارې ټېكس جمع ك??ي۔ دا سسټم به اسلام آباد كښې كامياب وي او دې څخه وروستو به ئې ټول هېواد كښې نافذ كړو۔ اسد عمر ووئيل ??ه انډسټري كښې بايد لوډشېډنګ نه ??ي۔ ده ووئيل ??ه تاپي ګاز كار روان دے۔ ايران او افغانستان سره تجارت ز??ات??لو ته اړتيا ده۔ د منطقې ټولو هېوادونو سره غوره اړيكې غواړو۔ وفاقې د خزانې وزير ووئېل تركيه او ايران هم د ګاز منصوبو كښې شاملول غواړو۔ افغانستان كښې امن له هر ممكن كردار ترسره كوو۔ طورخم بارډر بايد 24 ساعته پرانستې ??ي۔ ده ووئيل خېبر پختونخوا كښې سېلګرۍ ته بايد وده وركړې شي۔ ده ووئيل ??ېښور اوس د پي ټي آئي ښار دے۔ دا په وزيراعظم زيات حق لري۔ ده ووئيل ??ېكسټائل منسټر لپاره به وزيراعظم سره خبره وكړم۔