اسلام آباد ۔ 24 فر??ری (اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر وئيلي دي ټولې پارلماني معاملې به د آئين ??رم??ه مخ په وړاندې بوځو ولې چې زه د كوم خاص سياسي ګوند نه بلكې د ټول ايوان محافظ يم۔ يو نجي ټي وي چېنل سره خبرو كښې ده ووئيل قانون سازي د پارلمان بنيادي ذمه واري ده۔ ده ووئيل د موجوده پارلماني نظام پياوړتيا زما ترجيح ده۔ ده په ټولو سياسي ګوندونو زور راوړو چې هغه بايد هېواد له كار وكړي او په حساسو معاملو سياست كولو څخه ډډه وكړي۔ ده ووئيل هر يو سياسي ګوند باي?? د ??ېواد پرمختګ له خپل كردار ترسره كړي۔ ده ووئيل هېواد كښې جمهوريت ته هېڅ خطر نشت?? او د پاكستان تحريك انصاف حكومت د كوم فر?? نه لرې د بدعنوان عناصرو د احتساب ملاتړ كړې۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل قومی احتساب بېورو (نېب) يوه خپلواكه اداره ده كومه چې د كوم فشار نه لرې په آز??د ډول خپل فرض ترسره كوي۔ اسد قیصر ووئيل 5 كاله وروستو به پاكستان تحريك انصاف د خپلې كاركردګۍ په اړ?? اولس ته ځواب وركوونكې وي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د ضرورت ??رم??ه به پروډكشن آرډر جاري كولې شي۔