اسلام آباد ۔ 24 فروری (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي د هند لخوا پاكستان ته د عمل وړ انټلي جنس معلوماتو وركولو په صورت كښې به د پاكستان لخوا د فوري كارروائي كولو په اړه په خپله ??بر?? ولاړ يم۔ د وزيراعظم آفس لخوا جاري شوي بيان ترمخه د ??ند?? وزيراعظم نرېندر مودي په تبصره وزيراعظم عمران خان ووئيل چې هغه په خپل ه??ه بيان ولاړ دې كوم كښې چې هغه وئيلي وو” كه هند مونږ ته د عمل وړ انټېلي جنس معلومات راكړي نو مونږ به فوري كارروائي وكړو”۔ وزیراعظم ووئيل د كال 2015ﺀ دسمبر مياشت كښې وزيراعظم مودي سره ملاقات كښې زمونږ اتفاق په دې ??بر?? شوې وو چې بې وزلۍ كښې كمې زمونږ د منطقې ترجيح ده ځكه د امن هڅې د ترهګرۍ كومې پېښې لامله ډي رېل كولو اجازه بايد چاته ورنكړې شي۔ وزیراعظم ووئيل د پلوامه پېښې څخه ډېر وړاندې په ستمبر 2018ء كښې دا هڅې ډي رېل كړې شوې۔ وزیراعظم ووئيل هند كښې د ټاكنو لامله امن هغسې مبهم دې۔ ده ووئيل ??ند?? وزيراعظم نرېندر مودي بايد امن ته يو?? بله موقع وركړي۔