اسلام آباد 22 مارچ (اے پی پی) د م??ائېشيا وزيراعظم ډاكټر مهاتير محمد قامي معيشت د زيان څخه بچ كولو لپاره پاكستان ته د بدعنوانۍ مخ نيوي په اړه د مرستې وړاندېز كولو سره وئېلي دي بدعنواني د هېوادونو د پر??خت?? په لاره كښې لويې خنډ دے٬د بدعنوانۍ په وجه په سماجي او اقتصادي پر??خت?? منفي اثر پريوځي٬د بدعنوانۍ مخ نيوي له د مرستې د كار دائره تر نورو اسلامي هېوادونو پراخه كېدې شي۔د جمعې پھ ورځ د وزيراعظم عمران خان سره په وزيراعظم هاؤس كښې خبري كنفرنس ته خپل خطاب كښې د م??ائېشيا وزيراعظم ووئيل ملائېشيا د بدعنوانۍ منفي اثراتو په اړه تشويش لري او دا ګڼي چې دا د سماجي او اقتصادي پر??خت?? په لار كښې لويې خنډ دے۔ده ووئيل بايد د اولسي چارواكو د اړخه غلا شوي روپۍ برآمد كړی شي او هغه په اولسي ښېګړه او پرمختيائي كارونو خرڅ كړی شي۔ده د وزيراعظم عمران خان د وژن تائيد وكړو چې بدعنواني د هېواد اولس ته زيان رسوي چې له امله يې وګړي غريبۍ سره مخ كېږي۔ده ووئيل مونږ د بدعنوانۍ مخ نيوي لپاره د يو بل سره معلومات شيئر كولې شو او۔د نورو اسلامي هېوادونو سره هم دا تګلاره شيئر كېدې شي دغسې چې د هغوي پر??خت?? باوري كولو له مرسته تر لاسه شي۔ده ووئيل د دوه اړخيزه اړيكو نه علاوه د وزيراعظم سره مسلمانانو ته پھ پېښو مسئلو هم خبرې شوي۔ده ووئيل د كرائسټ چرچ په پېښه كښې 9 پاكستانيان او د م??ائېشيا درې وګړي شهيدان شوي۔ده ووئيل مونږ له به د انتهاخوښۍ او اسلاموفوبيا ختمولو له په ګډه كار كول وي۔په نړۍ كښې د مسلمانانو په ضد نكته نظر بدلولو له به هڅې كول وي۔مهاتير محمد ووئيل د پاكستان دوره د دواړو هېوادونو لپاره ګټوره ده۔ده ووئيل د معيشت او تجارت زياتولو له به په ګډه هڅې كولې شي۔د معاشي پر??خت?? لپاره د مختلفو ماډلز جاج اخستلو ته اړتيا ده۔ ده ووئېل په شريك تجارت زياتولو هم خبرې شوي۔ وزيراعظم مهاتير محممد ووئيل پاكستان ته په راتګ خوشحاله شوې يم او د پاكستان ورځې دستورو كښې ګډون زما لپاره د اعزاز خبره ده۔په دې موقع وزيراعظم عمران خان ووئيل د پاكستان ورځې په پرېډ كښې د اعزازي مېلمه په حېثيت ګډون لپاره د م??ائېشيا وزيراعظم د پاكستان دوره زمونږ لپاره يو اعزاز دے۔ده ووئيل مهاتير محمد د اسلامي نړۍ لپاره د يو رول ماډل حېثيت لري چا چې د خپل هېواد د اولس ژوند معياري كړی۔په سياست كښې د هغه راستنېدل د بدعنوانۍ ختمولو په اړه يو ښه اقدام دے۔ ده ووئېل د كرپشن په ضد د هغه موقف د ستائنې وړ دې۔ده ووئيل پاكستان اسلامي نړۍ ته د پیښو مسئلو په اړه د ډاكټر مهاتير محمد د مړانې مؤقف ستائنه كوي۔هغه پھ خاص توګه د اسلامي فوبيا چېلنجونو مقابلې له د اوسني چاپیرچل په ت??اظر كښې د هغه په فعاله كردار زور راوړو۔وزيراعظم عمران خان د پاكستان او ملائېشيا ترمينځه اړيكې رام??ې ته كولو سره ووئيل په خبرو اترو كښې د دواړو هېوادونو ترمينځه د سرمايه كارۍ پشمول په بېلو څانګو كښې په مرسته خبرې شوې۔وزيراعظم عمران خان د م??ائېشيا خپل هم څنګ سره د دې نه وړاندې يو په يو ملاقات كړی۔د م??اقات په مهال دوه اړخيزه اړيكې او په نورو چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ډاكټر مهاتير محمد خبرې اترې ګټورې ګرځولو سره وئېلي دي زه د پاكستان او ملائېشيا ترمينځه په ملګرتيا فخر كوم۔ده ووئيل د كوم هم هېواد لپاره دا ضروري ده چې د يو قام په حېث چارې په ښه ډول ترسره كولو سره مناسب دولت ولري او د هغې په نړيواله كچه يو مقام هم وي۔ده په اسلامي هېوادونو زور راوړو چې د پر??خت?? لپاره هڅې وكړي۔د اسلام فوبيا د زيات شوي رجحان په اړه د م??ائېشيا وزيراعظم ووئيل د زړونو او دماغو په ګټلو مسلمانان منفي تاثر بدلولې شي او د مخاصمت فضاﺀ كښې كمې راوستلې شي۔ده ووئيل د عمران خان سره د ترهه ګرۍ په مسئله خبرې شوي او د م??في ذهنيت مخ نيوي لپاره په شريكه مرسته زور راوړلې شوې۔ده باور څرګند كړه چې دې دورې سره به دوه اړخيزه تجارت او سرمايه كاري ښه كولو له دواړو حكومتونو ته مرسته ترلاسه شي او د دې په نتيجه كښې به معيشت قوي شي۔نيغ په نيغه غېر ملكي سرمايه كارۍ په اړه ده د دواړو هېوادونو قواعد او د كار عواملو څخه په مناسبه خبرتيا زور راوړولو سره ووئيل تر څو چې ممكنه وي د سرمايه كارۍ ډاډګيرنې له دې شريكه تګلاره وضعه كړی شي٬ 21مه پیړۍ كښې د معيشت په اهميت زور راوړولو سره ده ووئيل ملائېشيا د جاپان او نور پرمختليو هېوادونو پلو كتلو سره څه كاميابۍ ترلاسه كړي٬زمونږ هېواد په اړوندو څانګو كښې پاكستان سره مرستې له چمتو دے۔وزيراعظم عمران خان ووئيل د م??ائېشيا پر??خت?? ماډل كتلو نه پس حكومت نيغ په نيغه غېر ملكي سرمايه كارۍ او د ټېكنالوجي څانګې پر??خت?? ته پام لرنه كړې۔د سياست د كار اشتراك په اړه د يوې پوښتنې پھ ځواب وزيراعظم ووئيل پاكستان د م??ائېشيا څخه ډېر څه زده كولې شي۔ده ووئيل پاكستان د قدرتي وسائل او سېلګرۍ ځايونه لري او دې څانګې ته ودې وركولو سره زرمبادله ترلاسه كولې شي۔