اسلام آباد 22 مارچ(اے پي پي) د وزیراعظم د تج??رت سلاحكار عبدالرزاق داؤد وئيلي دي ماليزيا د خپلو مثبتو پاليسو په سوب په تندۍ سره پرمختګ كړې٬ د دواړو هېوادونو د ورورولۍ اړيكې په پراخه تج??رتي او سرمايه كارۍ په مرسته بدلول غواړو۔ ده دا خبرې د جمعې په ورځ د پاكستان ماليزيا سرمايه كارۍ كنفرنس ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ د سرمايه كارۍ بورډ چيئرمېن هارون شريف هم په دې موقع وېنا وكړه ۔ عبدالرزاق داؤد ووئيل د ماليزيا د بزنس مېنانو او سرمايه كارو پاكستان ته د راتګ هركلې كوٶ٬ پاكستان د دوي دوېم كور دے ۔ ده ووئيل د دواړو هېوادونو اړيكې به لا وده وكړي كله چې تج??رت او د سرمايه كارۍ په څ??نګ?? كښې مرستې امكانات زيات شي۔ په دې موقع هارون شريف د ماليزيا د پلاوي هركلي كولو سره ووئيل دا كنفرنس به د دواړو هېوادونو ترمېنځه د اړيكو پراخت??ا لپاره مهم فورم وګرځي۔ ده ووئيل د دواړو هېوادونو د پلاوي په كچه مذاكرات شوې ٬ د كنفرنس مقصد د دواړو هېوادونو سرمايه كار يو بل سره معرفي كول دي۔ د سرمايه كارۍ بورډ چیئرمېن ووئيل دواړه هېوادونه دا مهال غوره او لوظي قيادت لري٬ د دواړو هېوادونو ترمېنځه د اېم او يوز لاسلي?? كولو مقصد هم شريك تج??رت او د سرمايه كارۍ موقع زياتول دي مونږ له څلورم صنعتي انقلاب پلو تلل دي٬ ده ووئېل پاكستان كاروبار او سرمايه كارۍ لپاره پرانستې هېواد دے او دلته د سرمايه كارۍ پراخه موقعې شته۔ په دې موقع د دواړو هېوادونو د پلاويو غړو ترمېنځه د تج??رت او سرمايه كارۍ په څ??نګ?? كښې د مرستې سره سره په نوې موقعو هم خبرې وشوې۔