اسلام آباد 19 اپرېل (اے پي پي) د پاکستان اکانومي واچ چئیرمېن برېګیډئیر محمد اسلم خان وئيلي دي آئي اېم اېف څخه د قرض اخستو په لا تاخير به د هېواد معيشت زيانمند شي٬ په سختو شرطونو د زهرو ګوټ تېرول مجبوري ده٬ آئي اېم اېف څخه پور ترلاسه كېدو نه پس به د نورو نړيوالو ادارو په پاكستان باور زيات شي۔ د جمعې په ورځ خپل جاري بيان كښې ??ه ووئيل ذخيزه كوٶنكي د اولس قوت خريد ختمول غواړي ٬ د منافع خورو په ضد دې سخته كاروائي وكړې شي٬ د رمضان پېكج اعلان خوشبينه دے خ?? دې لپاره دوه اربه روپۍ بېلول ډېرې نه دي٬ ??ه ووئېل يوټېلټي سټورز اولس ته د آسانيو جوګه كولو لپاره دې اته اربه روپۍ وركړې شي او ټولې صوبې دې ارزانه بازارونه ولګوي۔ ??ه ووئيل د سټاك اېكسچېنج په اوسني بحران كښې د بروكر مافيا لاس دے څوك چې اولس لوټ كولو لپاره مصنوعي بحرانونه راولاړوي ٬ كه دا بحران حقيقي وي نو اولس ??ره ??ره به بروكر مافيا ته هم زيان رسيږي ٬ ??ه ووئېل د سټاك ماركيټ د معاملې ته پلټنې دې وكړې شي او د نتيجو تر رام??ې ته كېد?? دې د ټولو بلېك شيپ نامې په اي سي اېل كښې واچولې شي دغسې چې ھغوي د هېواد نه اونه تخښتي