اسلام آباد 21 مئی (اے پی پی) د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ كښې وفاقی كابینې د دې عزم پخلې كړې چې پاكستان به د دې سخت صورتحال څخه د اولس د طاقت د لارې وېستلې شي، په معاشی چیلنجونو قابو موندلو له د اوږدې مودې پالیسی به مرستياله وګرځي، وفاقی كابینې د كامیاب ځوانانو پروګرام، تعلیمی پالیسی، وفاقی پايه تخت لپاره لوكل ګورنمنټ بورډ جوړولو ، ډسټركټ سیشن جج حافظ عثمان د كراچۍ بینكنګ كورټ ، شهید ذوالفقار ??لی بھټو پ??هنتون وائس چانسلر غوره كولو او كے الیكټرك لپاره بجټ وركولو پشمول د 9 نكاتی ایجنډې منظوری وركړه، وزیراعظم عمران خان د لوړو زدكړو كمېشن ته سپارښتنه كړې د هائی رینكنګ پوهنتونونو چیپټرز پاكستان كښې پرانستلو له اقدامات وكړي دغسې چې د پاكستان ځوانان د نړيوالو پ??هنتونونو څخه تعلیم ترلاسه كړي۔ د نهې پھ ورځ د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د وفاقی كابینې غونډې نه پس ميډيا سره په خپلو خبرو كښې د وزیراعظم د اطلاعات او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل وفاقی كابینې غونډې په پيل د كابینې غړي علی محمد مهر په مړينه د غم دړد څركندونه وشوه او د ارواښاد بخښنې او د هغه د كورنۍ د زغم لپاره دعا اوكړې شوه۔ ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل وفاقی كابینې په غونډه كښې تعلیمی پالیسی او د ځوانانو پ?? كامياب پروګرام يو نيم ساعت بحث نه پس د هغې باقاعدہ منظوری وركړې شوه۔ تعلیم او تربیت د لارې قام د جهالت د تيارو څخه وېستلې كيدې شي ، تعلیم د ښه او بد شعور وركوي۔ دې ووئيل د تعلیم وزیر كابینې ته د تعلیمی پالیسۍ په اړه تفصیلی بریفنګ وركړو۔دې ووئيل زمونږ د مجموعی آبادۍ 65 فیصده د 18 نه تر 35 كالو پ?? ځوانانو مشتمل ده، ځوانانو خپلواكه كولو له حكومت 100 اربه روپۍ د كامیاب ځوانانو پروګرام لپاره بيلې كړې، د ميرمنو لپاره 25 فیصده كوټه بيله كړې شوي، ځوانانو لپاره به د يو نه تر 5 لكھ روپۍ قرض 6 فیصده شرح سود سره وركولې شي، د 5 نه تر 50 لكھ روپۍ قرض د سود شرح 8 فیصده اېښودلې شوې، اضافی شرح سود بوجھ به حكومت پخپله زغمي، دې پروګرام سره به معاشی انقلاب راشي۔ دې ووئيل كابینه كښې د ډالر بيعه كښې د زياتوالې په معامله هم غور شوې، د خزانې سلاحكار ډاكټر عبدالحفیظ شیخ د ډالر بيعه كښې د زياتوالې په اړه حقائق، وراثت كښې ترلاسه شوې معیشت خدوخال كابینې ته وړاندې كړو، وفاقی كابینې ډاكټر اسد او حامد مختار ?? مانیټری پالیسی كمېټۍ كښې ایكسټرنل غړي ټاكلو او اسلام آباد لپاره لوكل ګورنمنټ بورډ جوړولو منظوری وركړې۔ لوكل ګورنمنټ بورډ كښې د اسد عمر نه علاوہ د اسلام آباد چیف كمشنر ، اسلام آباد ډی سی ، د كورنيو چارو وزارت دوهم سيكتر، ایم سی آئی غړي شامل وي۔ دې ووئيل د اپوزیشن د اړخه هېواد عدم استحكام سره مخ كولو او د انتشار ??پرولو پھ معامله هم غور وشو۔ وفاقی كابینې پريكړه وكړه چې د اولس جائز حقوق او بنیادی اسانۍ به وركولې شي۔ وزیراعظم عمران خان د وفاقی كابینې او پارلماني غړو ته سپارښتنه وكړه چې په خپلو سيمو كښې د اولس سره هم وخت تير كړي او د هغوي د مسلو حل لپاره كردار ??رسره كړي۔ دې ووئيل د كابینې په غونډه كښې په اسلام آباد كښې د ماشومې سره د زياتي معاملې هم نوټس واخست، وزیراعظم عمران خان پولیس او نور اړوندو چارواكو ته سپارښتنه وكړه چې پھ دې لړ كښې خپل كردار ??رسره كولو سره د تورنو نيول باور?? كړي