اسلام آباد 01 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي د قاچاق لعنت د هېواد معيشت ته زيات زيان رسولې ٬ صنعتي عمل ته وده وركولو سره حکومتي هڅې ګټورې جوړولو لپاره د قاچاق په لعنت په ښه ډول دې قابو وموندلې شي۔ وزيراعظم دا خبرې د ګل په ورځ د قاچاق مخنيوي په لړ كښې د لوړې كچې غو??ډې مشري كولو په مهال كړې۔ په غو??ډه كښې داخله وزير برېګيډئير (ر) اعجاز احمد شاه، د خزانې سلاحكار ډاکټر عبدالحفيظ شېخ، عبدالرزاق داوَد، د اطلاعات او خپرونو ??اص مرستياله ډاکټر فردوس عاشق اعوان، د پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه،د آئ?? اېس آئ?? ډي جي ، داخله سېكتر ميجر (ر) اعظم سليمان، د كامرس سېکتر احمد نواز سکھيرا، د اېف بي آر چيئرمېن اېف بي آر شبر زيدي، د خېبر پښتونخوا چيف سېكتر ، د بلوچستان چيف سېكتر او نورو سول او پوځي چارواكو ګډون وكړٶ۔ غو??ډې ته خپلې وېنا كښې وزيرِ اعظم عمران خان ووئيل د قاچاق لعنت د هېواد معيشت ته زيات زيان رسولې ٬ صنعتي عمل ته ودې وركولو سره حکومتي هڅې ګټورې جوړولو لپاره ??رو??ي ده چې د قاچاق په لعنت په ښه ډول قابو وموندلې شي۔ ده ووئيل هېواد د قرض دلدل نه راوېستلو لپاره ??رو??ي ده چې يو خوا مونږ كركيلي ته وده وركړو نو بل خوا صنعتي څانګه ته هم پام لرنه وكړې شي كومې لپاره چې دا ??رو??ي ده چې د قاچاق شوو څيزونو په درآمد ٬ د اخستلو او خرڅولو په كلكه لاره ونيولې شي ۔په غو??ده كښې د پاك افغان ټرانزټ ټريډ منظم كولو لپاره د اقدااماتو ٬ پاك ايران بارډر د لارې د تېلو د قاچاق حوصله شکني، په لوېديزو پولو د مېشته كسانو په تجارتي هلو ځلو او نورو مهمو معاملو هم تفصيلي بريفنګ وركړے شو۔ په غو??ډه كښې د داخله وزير په مشرۍ كښې د اعلېٰ سطحي ??مېټئ جوړولو پرېكړه وشوه چې پكښې به د داخله وزارت ،د کامرس ډويژن، د اېف بي آر، د فنانس ډويژن ، د صوبائي حکومتونو نمائندګاان او نور اوړوند چارواكي شامل وي