اسلام آباد 25 اګست (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي سېكترې زاهده پروين وئيلي دي چې د قائداعظم محمد علي جن??ح ناياب تصويرونو ته د اولس رسنې لپاره به د ټول هېواد په لويو ښارونو كښې د دسمبر په 25مه نېټه نندا??تو?? كاروان كولې شي۔ هغې دا خبرې د اتوار په ورځ د اسلام آباد په اېف نائن پارك كښې د چشن آزادې په لړ كښې د پرېس انفارمېشن ډيپارټمنټ تر سيوري لاندې د قائداعظم محمد علي جن??ح د ناياب عكسونو د نندا??تو?? د دورې كولو په مهال مېډيا سره په خپلو خبرو كښې وكړې۔ په دې موقع پرنسپل انفارمېشن آفيسر طاهر خوشنود او د پي آئي ډي نور اعلٰي چارواكي هم موجود وو۔ د اطلاعاتو سېكترې ووئيل چې پي آئي ډي د قائداعظم محمد علي جن??ح د ناياب عكسونو پراخه ذخيره لري۔ دا عكسونه وړاندې اولس نه دي ليدلي۔ هغې ووئيل چې د قائداعظم محمد علي جن??ح ناياب تصويرونو ته د اولس رسنې لپاره به د ټول هېواد په لويو ښارونو كښې د دسمبر په 25مه نېټه نندا??تو?? كاروان كولې شي۔ د جشن آزادې په مناسبت د پرېس انفارمېشن ډيپارټمنټ تر سيوري لاندې د باني پاكستان قائداعظم محمد علي جن??ح د ناياب تصويرونو نندا??تو?? په اېف نائن پارك اسلام آباد كښې وشو۔ په نندا??تو?? كښې د 70 نه زيات عكسونه كېښودل شوي وو چې پكښې د باني پاكستان د قيام پاكستان په وخت د هڅو بېلا بېل اړخونه په ډاګه كړې شوي وو۔ نندا??تو?? سهار 9 بجې پېل شوے و او د ماښام تر 6 بجو پورې روان و۔