اسلام آباد 25 ستمبر (اے پي پي)خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي چېهند د كشميريانو په يرولو كښې پاتې راغلے٬په نړۍ كښې څوك په كشميريانو د ظلم نه انكار ??ه شي كولې٬ټرمپ د كشمير په مسئله د ثالثۍ وئېلي دي٬په كومې چې مونږ د راضه مندۍ اظهار كړی خو د امريكائي اولس مشر په كردار كښې هند ركاؤټ دې۔د هند اقدام د سيمې امن او استحكام د خطر سره مخ كړې۔د شورو په ورځ نجي ټي وي ته ده وو??يل ټوله نړۍ خبر ده چې د پنځوس ورځو نه زياتې وشي چې په كشمير كښې كرفيو ده هلته د بشري حقونو لويه مسئله راپیدا شوې٬د خوراك څښاك څيزونو او د داروګانو كمې دې٬د ډائېلاسسز د رنځورانو د مرګ خبرونه راځي٬خلك روغتونونو ته رسائي نه لري٬ده وو??يل تر 34 ورځو په كرفيو كښې كار كونكي ډاكټر قاضي وزيراعظم او ماته ټول حال بيان كړی۔د امريكې اولس مشر په 2020 كښې د صدا??تي ټاكنو په سبب هند د ځان سره په روانولو مجبور دې خو د دې هر څه باوجود هغه د بشري حقونو خلاف ورزۍ نه انكار نه كوي۔ده وو??يل د امريكې كانګرېس 35 غړو ملګرو ملتونو ته خط ليكلې چې ورسره په هغه فشار زيات شوې او لوېديزه مېډيا هم په هغوي ټكونه كوي ځكه د مصلحتونو ښكار حكومتونه هم د ااولس د رائے په وړاندې بې بسه كېږي۔د يوې پوښتنې په ځواب ده وو??يل د هندي سرلښكر بيان رد كوم٬هند دا ډونډوره كړی چې په يو اېن ريزوليشن كښې پاكستان ته رائے نه دې وركړي شوې۔ده وو??يل پاكستان قرارداد وړاندې كړی ن?? دې نو رائے څنګه ورنه كړی شوې۔هند خاص مقاصدو له داسې ډنډورې كوي ځكه مونږ له داسې څيزونه رامخې ته كول نه دي پكار۔ده وو??يل پاكستان پھ ختيزو پولو د چېلنجونو سره مخ دې بلخوا په لوېديزو پولو مونږ مرسته كړی خو خبره لا تراوسه په هوا كښې بانډا ده۔ده وو??يل په سيمه كښې به نوې جنګ خطرناك وي٬پاكستان نه غواړي چې داسې وشي٬مونږ غواړو چې د ايران او سعودي ترمينځه چارې د خبرو اترو د لارې ترسره شي۔د سعودي او ايران ترمينځه د ثالثۍ كردار په حقله د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده وو??يل مونږ هڅه كولې شو څنګه چې د يمن د جنګ نه څه ترلاسه ??ه شو دغسې مونږ غواړو چې د ايران او سعودي ترمينځه تريخوالې نه وي٬دواړه خپلواكه هېوادونه دي مونږ هغوي مجبورولې ??ه شو خو په خبرو اترو زور راوړلې شو