اسلام آباد ۔ 6 نومبر (اے پی پی) ملګرو ملتونو كښې د ??اك??تان مستقل مندوب منير اكرم د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونيو ګوترش ته خپل سفارتي سندونه وړاندې كړل۔ د پاکستان نوي مستقل مندوب ته هركلې وئيلو سره عمومي سېكتر ووئيل ??اك??تان د ملګرو ملتونو په نظام كار كښې مهم كردار ترسره كوي او د ??اك??تان د نوي مستقل مند??ب په هركلي ك??لو ماته ډېره خوشحالي شوې ده۔ انټونیوګوئترېش ووئيل كډوالو لپاره د هائي كمشنر ذمه وارو ترسره ك??لو په مهال د ده ??اك??تان سره خصوصي اړيكې جوړې شوې او هيله لري چې منېر اكرم به د ??اك??تان او ملګرو ملتونو ترمينځھ مثالي اړيكې مخ په وړاندې بوتللو كښې خپل غوره كردار ترسره كړي۔ منېر اکرم دې څخه وړاندې 2002ء څخه تر 2008ء په دې عهده كار كړې دې۔ دې سره سره ده بېلو هېوادونو كښې د ??اك??تان سفير په حېث هم ذمه وارۍ ترسره كړې دي۔ دې دوه وارې د سلامتي كونسل او د ملګرو ملتونو د اقتصادي او سماجي كونسل صدر او د ګروپ 77 پلس چین چئیرمېن هم پاتې شوې دې