پېښور 28 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان سره پېښور په ګو??نر هاٶس كښې د صوبائي كابينې غړو ملاقات وكړو. په ملاقات كښې د خېبر پښتونخوا ګو??نر شافرمان، د خېبر پښتونخوا وزيراعلٰی محمود خان او د صوبائي اسمبلۍ سپيكر مشتاق احمد غني پشمول صوبائي وزيران، خاص ??رستيالان او د وزيراعلٰی سلاكاران هم موجود وو. په غونډه كښې وزيراعظم ته د صوبائي كابينې د كاركردګۍ او كاميابې په اړه بريفنګ وركړے شو . د دې څخه وړاندې وزيراعظم عمران خان سره د خېبر پښتونخوا ګو??نر او وزيراعلٰی هم په ګو??نر هاٶس كښې ملاقات وكړو. په ملاقات كښې د صوبې په مجمو عي صورتحال او په قبائيلي سي??و كښې د پرمختيائي چارو پشمول په بېلا بېلو چارو خبرې وشوې.