پېښور ۔08 جنوری (اے پی پی) صوبائی وزیر شهرام خان ترکئی د روغتيا صوبائي وزارت ذمه وارۍ په ??اړه اخستې۔ ده د هېل?? سېكرټرېټ دوره وكړه چرته چې ده ته د چارواكو لخوا د روغتيا په منصوبو بريفنګ وركړې شو۔ خپلو خبرو كښې ده هدايت وكړو چې د صوبې په ??وغتونونو كښې د ډاكټرانو كمې لرې كولو له دې په ??مدستي توګه ګامونه پورته كړې شي دغسې چې د روغتيا د څانګې مسئلې حل كړې شي۔ ده ووئيل محکمه كښې دې په ټرانسفر پوسټنګ په ??مدستي توګه بندېز ولګولې شي۔ ټرانسفر پوسټنګ پالیسی بشپړولو څخه وروستو به په ??ې 100 فیصده عمل درآمد كولې شي۔ ده ووئيل د مېرټ په پالېسۍ به عملدرآمد كولې شي او د سفارش كلچر به كله هم قبلولې نه شي۔ نوې بھرتۍ به 100 فيصده په مېرټ كولې شي۔ ون پرسن ون پوسټ پالیسی به خپلولې شي۔ ده ووئيل روغتونونو ت?? د ??اروګانو رسنه به هر صورت باوري كولې شي۔ بلډ ټرانسفیوژن سېفټی اتھارټی او مېنټل هېلتھ کېئر اتھارټي به فعاله كولې شي۔ دغسې آئی ا??م یو (IMU)به لا خپلواكه او فعاله كولې شي۔