اسلام آباد 08 دسمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو دوهم وزير طلال چوهدري وئيلي دي چې د دهرنو مخنيوي لپاره سياسي عزم ته اړتيا ??ه ٬ په دې معامله بايد پوائنټ سكورنګ ونه شي٬ د مذهب او د اسلام د سپكاوي تورونو سره د حكومت اېكشن كښ?? راتلل ګران وي ۔ د جمعې په ورځ د قومي اسمبلۍ په غونډه كښ?? د پوښتنو دمې په مهال د ډاكټر عارف علوي د پوښتنې په ځواب كښ?? دوهم وزير ووئيل چې د اسلام آباد دهرنې د مخ نيوي په اړه خبرې كېږي٬ خو د دهرنو مخ نيوي لپاره د سياسي عزم ضرورت وي او په ټولو سياسي ګوندونو هم په دې لړ كښ?? ذمه وارې راځي۔ ده ووئيل چې كله په معامله پوائنټ سكورنګ كېږي او د مذهب د سپكاوي او د اسلام د سپكاوي تورونه ولګول شي نو بيا ??كومت لپاره كوم اېكشن كول مشكل شي۔ ده ووئيل چې د اسلام آباد په دهرنا كښ?? ژوبل شوے د اسلام آباد پوليسو اهلكار اسرار تنولي علاج د حكومت په خرچه كېږي او په دې لړ كښ?? د ډاكټرانو يو بورډ هم جوړ كړے شوے۔ كه بورډ سپارښت وكړي نو هغه به معالجې لپاره په سركاري خرچ بهر ولېږل شي