اسلام آباد 24 مارچ (اے پی پی) د پوليو تدارك پروګر??م كښې د مطلوبه اهداف ترلاسه ??ول?? لپاره په مضبوطه او ځانګړې مشرتابه اولس مشر د پوليو تدارك پروګرام لپاره د وزيراعظم وياندې٬سناتورې عائشه رضا فاروق ته د قراردا?? پاكستان 23 مارچ په موقع تمغه ستاره امتياز وركړو۔ خو سناتورې عائشه رضا دا تمغه په ګرد هېواد كښې د پوليو ډلو لخوا د روانې بهادرۍ او لازول هلو ځلو په نامه كړه۔?? پاكستان اولس مشر لخوا د تمغه ستاره امتياز ترلاسه كېدو نه وروستو سناتورې عائشه رضا فاروق په خپل بيان كښې ووئيل چې”بلا شبه دا تمغه ما ترلاسه كړه خو زه دا ايوارډ د پوليو هرې ډلې په نامه كوم چا چې د پوليو خاتمې لپاره مضبوط عزم او ډېر خوارۍ سره هلې ځلې روانې ساتلي۔دې ووئيل چې د شريكو هلو ځلو په سوب مونږ د پوليو خاتمې په پروګر??م كښې د لږې مودې په مهال نن چې كومې كاميابۍ ترلاسه كړي د هغې مثال په ګرده نړۍ كښې نه ترلاسه كېږي