احسن اقبال وئېلي دي په ګلوبل ماركيټ كښې به د نوي ډيمانډز په نتيجه كښې د كمزورو معيشتونو مرسته و??ي٬په نړۍ كښې د روابطو ودې سره به د معيشتونو استحكام ممكن شي٬بېلټ اينډ روډ پروژه روابطو ته و??ه و??كولو سره د نوي ماركيټونو جوړولو له مرستياله ثابتېږي۔ده دا خبرې پھ بيجنګ كښې د آئي اېم اېف كنفرنس ته پھ خپله وېنا كښې و??ړی۔ده ووئيل نوې ماركيټونو ته د رسنې په نتيجه كښې به زمونږ معيشت مستحكم شي۔احسن اقبال ووئيل پاكس??ان د توان په څانګه كښې د بهرنۍ سرمايه كارۍ پھ مرسته ډېر مهم پرمختګ كړی چرته به چې د 16 نه تر 17 ساعته لوډشېډنګ كېدو هلته نن 17 ساعته د برېښنا وركړه ممكنه شوې۔ده ووئيل پاكس??ان صنعتي پیداوار كښې رېكارډ زياتوالې كړی۔احسن اقبال ووئيل د روان مالي كال په مهال پاكس??ان د 5.8 فيصده شرح نمو پھ ترلاسه كولو كښې كامياب شوې۔ده ووئيل د سي پیك د معاملو جاج اخستلو او د ټولو سياسي ګوندونو ترمينځه اتفاق پیدا كولو لپاره پارلماني كمېټي فعاله كردار ترسره كوي۔د سي پیك له مخې د ټولو پروژو د پړاؤونو جاج اخستو لپاره و??كنګ ډلې كار كوي۔ده ووئيل د نجي څانګې او د چينائي اقتصاد ترمينځه د خليج خاتمې لپاره كار روان دے۔ ده ووئېل د پاكس??ان او چين د پوهنتونونو د كنسورشم په مرسته به د دواړو هېوادونو كا??وب??ري ډلې يو بل ته نزدې شي