اسلام آباد ۔ 22 اکتوبر (اے پی پی) د بهرن??و چارو وزير شاه محمود قرېشي مقبوضه كشمير كښې د هندي پوځ دلاسه د 10 بې ګناه كشميريان د وژنې پېښه په سختو ټكو غندلو سره نړيوالو ورورولۍ ته خواست كړې چې هغوي په كشمير كښې د قابضو هندي ځواكونو لخوا ?? بشري حقونو سنګينو خلاف ورزيو سخت نوټس واخلي۔ د ګل په ورځ د خارجه وزارت لخوا جاري شوي پرېس ريليز ترمخه شاه محمود قرېشي ووئيل په مقبوضه كشميركښې د هندي ځواكونو لخوا رياستي ترهګري روانه ده۔ د مقبوضه كشمير اولس په نښه كولې شي څوك چې د خپلواكۍ خپل منلې شوي حق لپاره غږ پورته كولو څخه منع كولې شي۔ ده ووئېل پاكستان د مقبوضه كشمير خپلو وروڼو او خوېندو سره ولاړ دے او د مقبوضه كشمير اولس حوصلې او عزم ته سلام كوي۔ ده ووئيل د هندي ځواكونو لخوا ?? بشري حقونو په سختو خلاف ورزيو بايد فوري ګام پورته كړې شي۔ ده ووئيل پاكستان نړيوالې ورورولۍ ته خواست كوي چې هغوي په مقبوضه كشمير كښې ?? بشري حقونو په خلاف ورزيو د ملګرو ملتونو ?? بشري حقونو كمېشن په راپور فعاله ګامونه پورته كړي او په هند زور راوړلې چې هغه مقبوضه كشمير كښې وژنې او زور ظلم او زياتې بند كړي او د ملګرو ملتنو ?? بشري حقونو كمېشن ته پلټنيو له مقبوضه كشمير ته د تللو اجازه وركړي