پېښور 26 اکتوبر (اے پی پی) د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ مالي كال 18-2017 لپاره د 23 اربه 17 كروړو نه زيات ضمني بجټ په اتفاق سره منظور كړو۔ د بجټ غونډې په مهال مخالفې ډلې غوښتنه وكړه چې اضافي اخراجات بندولو سره دې پرمختيائي بجټ لپاره حكمت عملي جوړه كړې شي٬د فنډون?? په غېر ??نصفانه تقسيم دې پارلماني كمېټي جوړه كړې شي او د خزانې صوبائي وزير تيمور سليم جهګړا وئېلي دي چې فنډونه به خاص حلقو ته د وركول?? په ځاې د ضرورت په بنياد تقسيمولې شي٬ د اپوزېشن د تجويزونو هركلې كوو۔ د جمعې په ورځ د صوبائي اسمبلۍ غونډې په مهال د 51 محكمو او ادار?? په اړه د مالي كال 18-2017 د ضمني بجټ مطالبات زر په ايوان كښې وړاندې كړې شول۔ د مخالفې ډلې مشرانو سردار حسېن بابك٬عنايت الله٬خوشدل خان٬شګفته ملك٬ثوبيا خان٬ثناﺀ الله او بهادر خان په حكومت تنقيد وكړو او وې وئېل چې د بجټ شمېرې د مفروض?? په بنياد وې ځكه حكومت ته اضافي اخراجات وكړې شول او د 23 اربه روپو نه زيات ضمني بجټ وړاندې كولو سره په قامي خزانه بوج واچولې شو۔اپوزېشن غوښتنه وكړه چې تعليمي ادارو لپاره دې ستوري د پښتونخوا او روښانه پښتونخوا بېرته پېل كړی شي۔بند سكولونه دې پرانستل شي۔په دير كښې 90 فيصده خراب ټيوب ويلونه دې جوړ كړې شي٬دوي د كلين اينډ ګرين پروژې ستائنه وكړه۔په دې موقع صوبائي وزير شهرام تركئي ووئيل چې د احتساب پھ كميسون به په ايوان كښې تفصيلي بحث كېږي۔د تعليم په اړه د اپوزېشن د تجويزونو هركلې كوو۔د خزانې وزير ووئيل چې د راتلونكي مالي كال په مهال به د اپوزېشن د تجويزونو احترام كولې شي او بجټ دستاويزات به انګريزۍ سره سره په اردو ا و پښتو كښې هم خپرولې شي۔د بحث نه پس ايوان په اتفاق سره د ضمني