اسلام آب??د 01 نومبر (اے پي پي) د پښتو ژبې نامتو ليكوال ٬ خبريال او مترجم راشد خټك د شعري مجموعې “څو ژونده مزل” ا?? د ??يب الله خان د دوه كتابونو شعري مجموعې “ستا د در ملنګ يم” ا?? د ??نز او مزاح كتاب “ارغې برغې” د مخكتنې دستوره د اسلام آب??د په اكادمي ادبيات كښې وشوه۔ ??ه دستوره كښې مشر مېلمه د خېبر پختونخوا اسمبلۍ پخوانې غړې محمد ارشد خان و۔ د دستورې صدارت د پښتو ادبي سوسائټۍ اسلام آب??د چيئرمېن سيد محمود احمد وكړو۔ دستورې ته د علامه اقبال اوپن پوهنتون د پاكستانيو ژبو څانګې چيئرمېن عبد الله جا?? عابد ٬ د پښتو ژبې اديب ډاكټر حنيف خليل٬ ليكوال مشتاق الرحمن (م ر شفق) ٬ فېض الوهاب ٬ رازق فهيم او نورو وېنا وكړه ا?? د ??واړو ليكوالو په كتابونو ئې ژورې تبصرې وكړې۔ ډاكټر عبد الله جا?? عابد د راشد خټك په شعري مجموعه تبصره كولو سره ووئيل چې راشد خټك د اوسني دور د پښتو شاعرانو په صف كښې ښه مقام لري۔ د ده په شاعرۍ كښې عشق او د ژوند موضوعات دواړه يو ځائې دي۔ د راشد خټك دغه شعري مجموعه د پښتو په ځولۍ كښې يوه ښه اضافه ده۔ ??ورا لائي سره تعلق لرونكي د پښتو ژبې شاعر رازق فهيم هم د راشد خټك په كتاب په زړه پورې بحث وكړو او د كتاب محاسن ئې په ګوته كړل ا?? د ??ه د شاعرۍ شعري بحثونه ئې وڅېړل۔ په دې موقع مشر مېلمه محمد ارشد خان خپله وېنا كښې په دغسې ادبي ټولنو راجوړولو د پښتو ادبي سوسائټۍ اسلام آب??د هڅې وستائلې۔ په دستوره كښې د پښتو نامتو سندرغاړي نياز خان د طيب الله كلام په ترنم سره وړاندې كړو۔ م ر شفق د طيب الله د مزاح په كتاب ارغې برغې ښه تفصيلي بحث وكړو او وې وئيل چې په پښتو كښې طنز ومزاح ليكلو ته اړتيا ده۔ ??ه دستوره كښې خورشيد ابن لبيد٬ سردار يوسفزئي او حساس خټك هم خپل كلامونه وړاندې كړل۔