اسلام آباد 13 نومبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير اسد عمر سره د نهې په ورځ د نريوالي مالياتي فنډ (آئي اېم اېف) پل??وي د هيرالډ فنګر په مشرۍ كښې ليدلې دي ۔ د پل??وي مشر د معيشت په بېلا بېلو څانګو كښې په كاركردګۍ خپ??ې ابتدائي تجزيې او د اړوندو وز??رتونو او څانګو چارواكو سره د خبرو اترو نه وفاقي وزير خبر كړو۔ د خزانې وز??رت وياند له مخې د آئي اېم اېف پل??وي سره د ملاقات په مهال اسد عمر پل??وې د پاکستان تحریك انصاف د حكومت د معاشي وژن نه خبرولو سره ووئيل حكومت د اصلاحاتو پراخه اېجنډې سره په اقتدار كښې راغلې ٬ حكومت د اډاڼې او د اداره جاتي اصلاحاتو نفاذ لپاره عزم لري٬ ده ووئېل اوسني ??كومت د ټولنې د بې وزله او مستحقې طبقې د تحفظ عزم لري۔ د خزانې وزير اسد عمر ووئيل سماجي تحفظ٬ د بشري وسائلو پرمختګ ٬ د روزګار نوو موقعو لپاره هلې ځلې ٬ د ځائي صنعت او د برآمداتو څانګي بحالۍ ته حكومت پام لرنه كوي۔ د آئي اېم اېف پل??وي به اړوندو چارواكو سره په راتلوونكو څو ورځو كښې خبرې اترې روانې ساتي