رحيم يار خان 14 اکتوبر (اے پي پي) د بېنظير انكم س??ورټ پروګرام مشرې ماروي مېمن وئيلي دي چې د مسلم ليګ ﴿ن﴾ حكومت به خپله آئيني موده پوره كوي٬ د غوره كاركردګې په بنياد به په راتلونكو ټاكنو كښې كاميابي ترلاسه كولو سره د هېواد په تاريخ كښې پرله پسې د??يم ځل حكومت جوړولو سره د وړومبي سياسي ګوند اعزاز ترلاسه كوو٬ وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د مسلم ليګ﴿ن﴾ لخوا وضع كړې شوې پالېسې مخ په وړاندې بوځي۔ ه??ې دا خبرې د خالي په ورځ په رحيم يار خان كښې خبريالانو سره د خبرو په مه??ل وكړې۔ ماروي مېمن ووئيل چې وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د مسلم ليګ﴿ن﴾ لخوا وضع كړې شوې پالېسې مخ په وړاندې بوځي او د توان پشمول يو شمېر لوئې پروژې د ترسره كېدو په حال كښې دي۔ ه??ې ووئيل چې حكومت ادارو سره ټكر نه غواړي او په دې لړ كښې بې ځايه افواګانې خپرولې شي۔ د دې څخه وړاندې ماروي مېمن د رحيم يار خان د بېلا بېلو سيمو دوره وكړه۔