اسلام آباد 16 نومبر (اے پي پي) د امريكائي سنټرل كمانډ كمانډر جنرال جوزف ووټل ?? پاكستان دوه ورځنۍ دورې په مهال پېنډ كښې د پوځ مركزي دفتر كښې جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټۍ چيئرمېن جنرال زبېر محمود حيات٬ د پوځ سرلښكر جنرال جاوېد قمر باجوه او د آئي اېس آئي ډ??ئرېكټر جنرل لېفټېننټ جنرال نويد مختار او نورو چارواكو سره ملاقاتونه كړي۔ د زيارت په ورځ د امريكائي سفارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې د جنرال ووټل ملاقاتونه د ټرمپ انتظاميې سوئيلي آسياء پاليسو مقاصدو ترلاسه كولو پلو ?? پاكستاني مشرانو سره د لوړې كچې امريكائي رابطو تسلسل دے۔ په دې موقع جنرال ووټل ?? پاك افغان اړيكو په اهميت خبرې وكړې۔ جنرال ووټل ?? پاكستان د كردار اهميت په ډاګه كړو كوم چې ھغه افغانستان كښې د امن په عمل كښې سهولت وركولو او د منطقې امن او سلامتيا لپاره ادا كولې شي۔ د خپلو ملاقاتونو په مهال جنرال ووټل ?? ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې ?? پاكستان د قربانيو ستائنه وكړه۔