پېنډۍ 12 جنوری (اے پي پي)د پاك پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه د امريكې سينټرل كمانډ(سينټ كام)د كمانډر جنرال جوزف ايل ووټل او د يو امريكائي سناتور لخوا د روانې اونۍ په مهال جلا جلا ټېليفونونه اوريدلي دي او هغوي سره يې د امريكائي اولس مشر ټرمپ د ټوېټ نه وروستو د پاكستان او امريكې د سلامتيا مر??تې په اړه خبرې كړې دي۔د پاك پوځ د اولسي اړيكو څانګې آئي اېس پي آر لخوا جاري شوي بيان له مخې د امريكې سينټ كام كمانډر جنرال جوزف د پاك پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه د كولېشن سپورټ فنډ او د سلامتيا مر??تې په اړه د امريكې پريكړې په اړه خبر ك??و۔??نرال جوزف ووئيل چې امريكا د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان كردار د قدر په سترګه ګوري او هيله لري چې اوسنې كړكېچ به يو عارضي پړاؤ وي۔ده د پاك پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه ته ووئيل چې امريك?? په پاكستان كښې د يو اړخيزه كاروائۍ په اړه كوم سوچ نه لري خو هغه افغان وګړي كوم چې د امريكې په خيال كښې د افغانستان په ضد د پاكستان خاوره كاروي٬د هغوي په ضد مر??ته غواړي٬امريكا ګڼي چې په واشنګټن كښې دا رايه د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان خذمات مجروح كوي۔د پاك پوځ مشر ووئيل چې ټول پاكستانې قام د پاكستان لخوا د لسيزو څخه سره د مر??تې پھ دې وروستو كښې وركړې شوي د امريكې بيانونه د بيوفائۍ مترادف ګڼي۔ده ووئيل چې د پاكستاني قوم لخو?? په اتفاق سره وركړې شوې غبرګون د دې جذباتو ترجماني كوي۔چيف آف آرمي سټاف ووئيل چې پاكستان به د امريكا لخوا د مالي مر??تې نه بغېر هم په خپله ګټه د ترهه ګرۍ په ضد پھ اخلاص سره هڅې روانې ساتي او نورو ډلو سره د دې هڅو تر نتيجه وركولو به پھ خپل عزم پاتې كېږي٬د پاك پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه ووئيل چې له بده مر??ه پاكستان په منطقه كښې د لويو طاقتونو د كړكېچ له امله لويې زيان پورته كړې۔ده ووئيل پاكستان په خپله خاوره د افغان وګړو د فعاليتونو په اړه د امريكائي اندېښنو څخه ښه خبر دې او مونږ د وړاندې نه د ردالفساد عملياتو د لارې ګڼ اړخيزه كاروائۍ كوو چې دغسې ترهه ګر كه هغوي په هر شكل كښې وي د هغوي پاتې استعداد هم ختم كړې شي۔دې لپاره د افغان كډوالو وطن ته ستنېدل لازمي دي۔ده ووئيل چې پاكستان په يو اړخيزه توګه د پولې كنټرول قوي كوي٬كه افغانستان واقعي دا ګڼي چې هغه د پاكستان نه متاثره دې نو بايد بيا دوه اړخيزه د پولې نظام د كابل وړومبۍ ترجيح وګرځي۔د پاك پوځ مشر ووئيل چې پاكستان د مر??تې بحالي نه غواړي خو په منطقه كښې امن او استحكام لپاره د ترهه كرۍ په ضد جنګ كښې د خپل غېر معمولي عزم كردار او قربانيو د عزت مند اعتراف هيله لري۔د پاك پوځ مشر ووئيل چې پاكستان به پاكستان د قربانۍ ګډ د جوړولو رجحان سره هم په افغانستان كښې امن لپاره د ټولو اقداماتو ملاتړ روان ساتي ځكه چې په افغانستان كښې امن٬په منطقه كښې د امن او استحكام په پلو د وړاندې تګ يوازنې لار ده۔جنرال جوزف ايل ووټل د پاكستان لخوا دې خبرې باوري كولو لپاره په پاكستان كښې د افغان كډوالو كوربتوب په هېڅ ص??رت غلط نه كارول كېږي٬پھ دې وروستيو كښې د څه اقداماتو د موثر كېدو اعتراف وك??و۔??نرال جوزف اېل ووټل اتفاق وكړو چې دواړه هېوادونه يو بل سره د مر??تې په بنياد د روابطو څخه استفاده كولې شي۔