اسلام آباد 07 اګست (اے پي پي)د دفاع وزارت دفاع سېكتر لېفټيننټ جنرل(ر)ضم??را??حسن په خاص بلنه د رېشين فېډرېشن نائب دفاع وزير كرنل جنرل اليګزينډروي فومين په مشرۍ كښې پلاوي د پاكستان رشين جوائنټ ملټري كنسلټېټو كمېټۍ(جے اې?? سي سي)وړومبۍ غونډه كښې برخه اخستلو لپاره د پاكستان په دوه ورځنۍ سركاري دوره راغلې۔جے اې?? سي سي پرانستې غونډه د نهې په ورځ دفاع وزارت پېنډۍ كښې وشوه۔خاص مېلمه د دفاع وزير لېفټيننټ جنرل(ر)نعيم خالد لودهي او دفاع سېكتر لېفټيننټ جنرل(ر)ضم??را??حسن شاه سره جلا جلا مل??قا??ونه كړي۔د دوه اړخيزه خبرو اترو د عمل په مهال د موجوده دفاعي ??ړي??و صورتحال او د لا زياتوالې په چارو غور وشو۔د پاكستان او رېشين فېډرېشن ترمينځه دفاعي مرستې لپاره جے اې?? سي سي تر ټولو لويې فورم دے۔جے اې?? سي سي د پرانستې غونډه كښې د دواړو هېوادونو مينځني ختيز او افغانستان حالاتو پشمول په دوه اړخيزه او مهمو نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د سركاري دورې په مهال به د رېشين فېډرېشن اعلٰی كچ پلاوي د جوائنټ چيف آف سټاف كمېټۍ چيئرمېن او دريو واړو سروسز چيفس سره هم مل??قا??ونه كوي