پېښور 30 اګست (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ هالېنډ كښې د ګستاخانه خاكو مقابلې په ضد د غندنې قرارداد په يوه خله منظور كړې دې٬ كوم چې د پي ټي آئي غړي فضل الهي وړاندې كړو او په قرارداد د تحريك انصاف غړو آصف خان، عارف خان، فضل شکور، پښتون یاراو د نورو لاسليك درج ٶ۔ فضل الهي قرارداد وړاندې كولو سره ووئيل هالېنډ كښې د محمد عربي ۖ د خاكو مقابله كېدونكې ده كومه چې يوازې او يوازې د مسلمانانو د زړونو دړدولو سوب ده٬ ھغه ټولنه كومه چې خپل ځان د آزادۍ د اظهار او د بشري حقونو علمبرداره ګڼي چې كله د مسلمانانو خبره ر??شي نو يو موټې شي او ھغه وخت بشري حقونه هېر كړي ٬ ده ووئېل په دغې ډول خاكو د مسلمانانو زړونه دړدېږي او اسلامي نړۍ د ناقلارۍ ښكار ده چې ??پا??ه دا اسمبلي صوبائي حكومت ته سفارش كوي چې وفاقي حكومت ته د دې خبرې سفا??ش وكړې چې د هالېنډ سفير راوغواړي او ورته سخت احتجاج رېكارډ كړې او دا مقابله منسوخ كړي او چې بيا هم هغوي ونه مني نو هالېنډ سره دې سفارتي اړيكې ختمې كړې شي ۔ د جماعت اسلامي عنايت الله دا اصرار كولو چې قراردا?? كښې بدلون كولو سره دې د هالېنډ د مصنوعاتو بائيكاټ او سفير ئې د هېواد نه وشړلې شي خو د پي ټي آئي غړو ووئيل قراردا?? كښې د سفارتي اړيكو ختمولو ذكر د وړاندې نه شامل دے او دې ??پا??ه د بدلون حاجت نشته٬ دغسې د دې نه پس دوهم سپ??كر محمود جان د قرارداد منظوري د غونډې نه واخست