لاهور 23 ستمبر (اے پی پی) د وزیر اعظم عمران خان په مشرۍ كښ?? د لوکل باډیز په اړه غونډه وشوه۔د خالي په ورځ شوې غونډه كښ?? د اطلاعاتو وزير چوهدری فواد حسېن ، د پنجاب ګورنر چوهدری محمد سرور، د خېبر پښتونخواہ ګورنر شاہ فرمان، د پنجاب و??یر اعلی عثمان بزدار او د ګوند سینئر قیادت ګډون وكړو۔ وزیر اعظم میډیا آفس لخوا جاری شوې بيان له مخې په دې مهال وزیراعظم ووئيل اختیارات تر لاندې كچه منتقل کول د پی ټی آئی حکومت تر ټولو مهمه ایجنډاده د كومې مقصد چې اولس په صحیح معنو كښ?? خپلواكه كول دي۔ ده ووئيل اختیارات تر اولسې كچه منتقل كولو سره سره دې دا خبره باورېكړې شي چې اولس د خپلو نمائندګانو موثره احتساب وكړې شي۔ وزیراعظم ووئيل اختیارات تر لاندې كچه منتقل كول او لوکل باډیز نظام سره به نوې لیډرشپ راوړاندې كيدو کښې مرسته وشي۔ ده ووئيل تير وخت كښ?? په جمهوری نظام كښ?? يوه لويه مسئله دا هم وه چې د پارلماني غړو پام قانون سازی پلو كم او فنډز ترلاسه كولو پلو زيات ؤ۔ ده ووئيل د لوکل باډیز نظام مقصد اسټیټس ختمول دي، لوکل باډیز داسې نظام به معارفي كولې شي چې ورسره اولسې نمائندګان په كومه هم كچه بلیك میل نه كړې شي دغسې چې هغوي خپل پام اولسې ښېګړې پلو وكړې۔ وزیر اعظم عمران خان ووئيل د نوې نظام بنیاد به په جمهوری اقدار اډانه وي چې پكښې به ګورننس او شفافیت باورې كولې شي۔ ده اړوندو چارواكو ته سپارښتنه وكړه چې لوکل باډیز نظام له په راروانو 48 ساعتونو كښ?? حتمی شکل وركړې شي۔