نيويارك 10 نومبر(اے پي پي) په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان سفيرې مليحه ل??ده?? وئيلي دي چ?? بايد ملګري ملتونه د يووالي نظام څخه ګڼ اړخيزه نظام ته د زياتېدونكي خطر له امله په ټ??له نړۍ كښې د امن نظام لپاره د محرك پ?? توګه كردار ترسره كړي۔ په سلامتي كونسل كښې د ګڼ اړخيزه نظام په اړه په بحث كښې د پاكستان سفيرې مليحه ل??ده?? ووئيل چې د ملګرو ملتونو په قواعدو عمل كول زما د هېواد د خارجه پالېسې بنيادي عنصر دے۔ هغې ووئيل چې د ملګرو ملتونو په منشور كښې د شخړو س??له ايز حل٬ د مداخلې نه كولو٬ د هېوادونو برابرې او د دوي خپلواكې لپاره چې كوم اصول وضع كړې شوي دي٬ هغه ډېر مهم دي۔ هغې ووئيل چې پاكستان د دې مقاصدو ترلاسه كولو لپاره په ملګرو ملتونو كښې د اصلاحاتو پوخ ملاتړ كوي۔ پاكستانې سفيرې عامې بهترې لپاره د شريكو اهدافو ترلاسه كولو په هڅو كښې د ملګرو ملتونو د هڅو ستائنه وكړه۔ هغې ووئيل چې ملګرو ملتونو د تېرو 70 كلونو په مهال امن او سلامتيا او شريك پرمختګ ته په نړيواله كچه وده وركړې خو لا اوس هم په دې لړ كښې د نړيوالې مرستې ضرورت دے۔ غونډې ته د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونيو ګوئټرېس هم وېنا وكړه۔