اسلام آباد 14 دسمبر (اے پی پی) د قانون او انصاف وفاقي وزير بېرسټر فروغ نسيم وئيلي دي د ايډن د ايډن هاؤسنګ سكيم 7611 ځپليو د 11 اربه روپ?? كلېمز جمع كړي ۔ نېب د تورنو اثاثې پخپلو لاسو كښې اخستې دي۔ د جمعې په ورځ د سېنېټ غونډه كښې د پوښتنو دمې په مهال د سناتور محمد طاهر بزنجو د پوښتنې په ځ??اب كښې ده ووئيل د ایډن هاؤسنګ اېنډ ډوېلپر سوسائټی انتظامیې او نورو په ضد د روان كال جنورۍ مياشتې 11 مې نېټې څخه پلټنې پېل شوي ۔ تورن ډاكټر محمد امجد، انجم امجد، مرتضیٰ امجد او مصطفی امجد تفتیش ته وړاندې نه شول۔ د روان كال ستمبر مياشتې په 12 مه نېټه احتساب عدالت دوئي اشتهاري ګرځولې وو ۔ د تورنو منقوله او غېر منقول جائيداد نېب په 20 جون م??جمد كړې۔ بلخوا د قانون او انصاف وزارت لخوا ايوان خبر كړې چې قانون او انصاف لپاره د پاكستان كمېشن لخوا د ترلاسه شوو معلوماتو ترمخه په سپریم کورټ آف پاکستان كښې 39 زره 742، لاهور هائی کور?? كښې 165 زره 800 ٬ سندھ هائي كور?? كښې91 زره 548، پېښور هائي كور?? كښې 29 زره 444، بلوچستان هائی کور?? كښې 6 زره852 او اسلام آباد هائی کور?? كښې 17 زره 56 مقدمې ځنډېدو سره مخ دي۔