اسلام آباد ۔ 31 جنوری (اے پی پی) د روغ??يا وفاقي وزير عامر محمود ??ياني دوه نوې اېمبولينسز هولي فېملي روغتون ت?? سپارلې كوم چې اېم او اېل ګروپ روغتون ت?? عطيه كړې دي ۔ په دې مهال د اېم اېل او ګروپ ريجنل وائس پریزیډنټ علی مرتضیٰ عباس هم موجود ??و۔ وروستو وفاقي وزير عامر محمود ??ياني د هولي فېملي دوره وكړه۔ په دې مهال نعيم الحق هم وفاقي وزير سره وو۔ ده د روغتون بېلو وارډونو معائنه وكړه او دغلته ئې رنځورانو ته د وركړې كېدونكو آسانيو جاج واخست۔ په دې مهال ده ووئيل د وزيراعظم عمران خان په هدايت د روغتون كاركردګي ښه كولو له هڅې كوو۔ ده ووئيل د وزیراعظم د هداياتو په رڼا كښې د هولي فېملي پرمختيائي كار 70 فيصده څخه زيات ترسره شوې ۔ هولی فېملی روغتو?? كښې د مېرمنو او كوچنيانو وارډ كښې سل سل بېډز زيات كړې شوي ۔ د روغتون د صفائۍ حالت ښه كړې شوې او روغتو?? كښې د ډاكټرانو او عملې د كار وختونه باوري كړې شوي دغسې چې د رنځورانو د ستونزو په وخت ازاله وكړې او دوئي ته د داروګانو وركړې باوري كړې شي۔ ده د دې عزم څرګندونه وكړه چې درملنې د بې وزله اولس حق دے او د ځپلي انسانيت مرسته كول زمونږ مذهبي او اخلاقي فرض دي۔ ده ووئيل مونږ د روغ??يا څانګې لا ښه كولو له انقلابي كارونه كوو