اسلام آباد ۔ 6 مئی (اے پی پی) د بهرنيو ??ار?? وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي د پي اے سي چيئرمېن شپ د ميراث پھ توګه منتقل كړې شوې ۔ په دې لړ كښې مخالفې ډلې سره هم مشاورت نه دې شوې ۔ د قامي اسمبلۍ سپيكر په زېركتيا د پي اے سي چيئرمېن شپ معامله حل كړې وه۔ مونږ په داسې ډول د چيئرمېن شپ منتقل كولل قبول نه دي۔ د ګل په ??رځ قامي اسمبلۍ كښې د اعتراض په ??كته شاه محمود قرېشي ووئيل سپيكر د پي اے سي په چيئرمېن شپ په ??وهه او ا??ښيارتيا ډېډ لاك ختم كړے ؤ ۔ زه د وزيرانو د پيغورونو ا?? بيانونو سره مخ شوے ووم ۔ د دې مسئلې حل ځكه هم ضروري ؤ چې ټولې قائمه كمېټۍ تاخير سره مخ وې۔ ده ووئېل اوس شهباز شريف وائي زما صحت ما له اجازه نه راكوي ا?? هغه پي اے سي څخه استعفي وركړېي او رانا تنوير ئې ټاكلې ۔ ده ووئېل د مخالفې ډلې نورو ګوندونو سره مشاورت نه دې شوې او پي اے سي يوه مهمه كمېټي ده۔ ده ووئېل دا ډول پرېكړې كول به ايوان لپاره ستونزې رامخې ته كړي۔ ده ووئيل د میثاق جمهوریت جذبې ترمخه د پي اے سي چيئرمېن شپ د مخالفې ډلې لارښود ته وركړې شو ولې هغه د ميثاق جمهوريت روح هم له مينځھ يوړو۔ ده ووئيل حكومت سره هم په دې لړ كښې بايد مشوره شوې وه۔ د زياته كړه چې دا ډول پرېكړه مونږ ته نه ده قبوله۔