اسلام آباد د 02 جولائي (اے پي پي) د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي د ماليزيا انډونيزيا او تيونس په ډول پاکستان د حج خاص اسانيو پروګرام ” روډ ټو مکه” كښې په شاملولو د سعودي ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان ??و د سعودي حکومت مننه كولو سره وئيلي دي د روډ ټو مكه پراجېکټ له مخې به سږ كال 2 لكه 25 زره حاجيان مستفيد كېږي۔ د شورو په ورځ خپل يو بيان كښې ده ووئيل د ماليزيا انډونيزيا او تيونس په ډول پاکستان د حج خاص اسانيو پروګرام ” روډ ټو مکه” كښې په شاملولو د سعودي ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان ??و د سعودي حکومت مننه كوٶ۔ ده ووئيل وزيراعظم عمران خان د سعودي ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان د پاكستان دورې په مهال پاكستان د “روډ ټو مکه” پراجېکټ كښې د شاملولو خواست كړې ٶ٬ د روډ ټو مکه پراجېکټ له مخې د پاکستانو حاجيانو كسټم چېکنګ او اميګرېشن به په پاکستان كښې كېږي ??و د سعودي په ه??ائي مېدانونو به حج كوونكي د انتظار د زحمت سره نه مخ كېږي۔ ده ووئيل د روډ ټو مکه پراجېکټ له مخې د اسلام آباد په ه??ائي مېدان خاص كاٶنټرز جوړ كړې شوي۔ د ياونې وړ ده د حج 2019 لپاره هوائې عمليات به د جولائي په 4مه نيټه پېل كېږي