مظفر آباد 25 اګست (اے پي پ??) د آزاد جمو كشمير اولس مشر سردار مسعود خان وئيلي دي چې د كشمير د مسئلې د كشميريانو د خوښې نه بغېر كوم بل حل نه قبلوو٬ د كشمير آزادې لپاره چې كومو مئېندو او خوئېدو٬ مور او پلار او كورنيو قربانې وركړې دي٬ هغه ناخبره سات??و سره د ??وي د قسمت د پرېكړې تصور هم نه شي كېدے۔ ده دا خبرې د پاكستان فېډرل يونين آف جرنلسټس صدر افضل بټ په مشرې كښې د خبريالانو 25 كسيزه پلاوي سره په خپلو خ??رو كښې وكړې كومو چې ده سره په مظفر آباد كښې په ايوان صدر كښې ملاقات وكړو۔ د آزاد كشمير اولس مشر مننه وكړه چې د پاكستان د خبريالانو تنظيم د مقبوضه كشمير خبريالانو سره په كنټرول لائن د يووالي څرګندونه وكړه او لاريون ئې وكړو۔ ده خبريالانو او ليكوالانو ته ووئيل چې هغوي دې د خپلو ورځپاڼو٬ ټي وي چېنلو او خ??ر رسوونكو ادارو د لارې د مظلوم كشميري اولس غږ نړۍ ته ورسوي۔