اسلام آباد 04 اكتوبر (اے پی پی) د وزيراعظم د روغتيا خاص مرستيال ډاكټر ظفر مرزا وئېلي دي ډينګي رنځورانو ته په روغتونونو كښې د وړيا درملنې غوره آ??ان?? وركولې شي٬د ډينګي خاتمې لپاره مؤثره ګامونه پورته كوو ٬د ټول هېواد روغتونونو څخه 19 زره رنځوران ښو طبي آسانيو نه وروستو ښه شوي دي ۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ډينګي مخ نيوي په اړه د غونډې مشرغ كولو په مهال كړی۔په غونډه كښې د روغتيا وف??قي سېكتر ډاكټر الله بخش ملك٬د هېلت ډائرېكټر جنرل اسد حفيظ٬د روغتونونو ايګزېكټو ډائرېكټرانو او د اسلام آباد او پېنډۍ انتظاميې ګډون وكړو۔په غونډه كښې په اسلام آباد او پينډۍ كښې د ډينګي په موجوده صورتحال تفصيلي خبرې وشوې او د مخ نيوي لپاره د پورته كړو ګامونو جاج واخستلې شو۔په غونډه كشې ډاكټر ظفر مرزا ووئيل د ډينګي په موجوده صورتحال كښې ښه والې راغلې٬روغتونونو ته چې كوم رنځوران راروان دي هغوي به كومو ستونزو سره نه مخ كېږي٬وړيا طبي آ??ان?? وركولې كېږي ۔ ده ووئېل مونږ د ډينګي رنځورانو لپاره په اسلام آباد كښې ښه ??اګناسټك سسټم جوړ كړی او د روغتونونو ايګزېكټو ډائرېكټرانو ته امر شوې چې هغوي په او پي ډي كښې پھ خاص توګه د ډينګي څخه بچ كېدو لپاره خاص ډاګټران مقرر كړي۔ده ووئيل د وړيا درملنې ښې آ??ان?? وركړې كېږي٬ د ټول هېواد روغتونونو څخه 19 زره رنځوران د ښو طبي آسانيو نه وروستو ښه شوي۔ده ووئيل د اسلام آباد او پینډۍ انتظامې په بېړنو بنيادونو سپرې او فوګنګ كوي