او د كشميريانو صبر٬ استقامت ٬ خپلواكۍ حق لپاره هلو ځلو او قربانيو ته پېرزونې وړاندې كړې شوې۔ د جمعې په ورځ د مركزي ميډيا سېل لخوا دجاري شوې ??فص??لاتو له مخې د پي ټي آئي چيف آرګنائزر سېف اللہ خان نيازي، مر??زي عمومي سېكتر عامر محمود کياني، مر??زي نائب صدر زاهد حسېن کاظمي او د اطلاعاتو مرك??ي سېكتر احمد جواد خپل د ګډې بيان كښې د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د كشمير مسئله په نړيواله كچه رامخې ته كولو لپاره د وفاقي حکومت هلې ځلې كوټلې ګرځولو سره ووئيل چې نړيواله ورورولي دې د كشمير په اړه روايتي طرز عمل پرېږدي او د سلامتي كونسل د قراردادونو په رڼا كښې دې كشميريانو ته د خپلواكۍ حق وركولو او د مودي سركار د بشري حقونو د خلاف ورزيو لاره نيولو له دې راوړاندې شي۔ دوي ووئيل د 5م اګست د اقدام په نتيجه كښې هند سوئيلي آسيا كښې د غېر معمولي تصادم بنياد اېښې دې چې ورسره نه يوازې سيمه ايز امن ته خطر دې بلكې دې سره پېدا كېدونكې خطرې تر ګردې نړۍ د خپرېدو اندېښنه ده۔ دوي ووئيل چې د کشمير آئيني حيثيت كښې په يو اړخيزه توګه بدلون كول د سوئيلي آسياء نازي مودې سركاري د نړيوالو قوانينو ٬ د دوه اړخيزه لوظنامو او د نړيوال قوانينو د خلاف ورزۍ هڅې كړې دي كوم چې په نړيواله كچه ناكامه كول ضروري دي۔ د دوي له مخې وزيراعظم عمران خان د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ كښې خپل تاريخي خطاب كښې كشميريانو ته د بشپړه يوالي او د سياسي او سفارتي ملاتړ پېغام وركړې دې۔ د وزيراعظم عمران خان په غږ د اسلام آ??اد په ډي چوك كښې د انساني لاسونو په زنځير كښې د پاكستان تحريك انصاف اسلام آ??اد صدر فريد الرحمن او د پنډۍ او اسلام آ??اد ذمه وارو او لوئې شمېر كاركنانو ګډون