ټوكيو 23 اکتوبر (اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئېلي دي سمندر پورې پاكستانيان د هېواد لويه سرمايه ده٬اوسنې حكومت د بهر مېشته پاكستانيانو خېرښېګړې لپاره كوټلې ګامونه پورته كوي٬سمندر پورې پاكستانيان دې په نورو هېوادونو كښې د پاكستان د ګټې لپاره خپل كردار ترسره كړي۔ده دا خبرې په ټوكيو كښې پاكستانۍ ټولنې ته په خپله وېنا كښې وكړی۔اولس مشر په جاپان كښې د پاكستان ګټې لپاره د پاكستانۍ ټولنې په ك??دار ټينګار وكړو او د هېواد مثبت تشخص ??رګندولو لپاره يې د دوي ??څې وستائېلې۔اولس مشر ووئيل په پاكستان كښې اوسنې جمهوري حكومت د اولس خېرښېګړی ته پام لرنه كوي او د سماجي او اقتصادي تږ لارې تر مخه خلقو ته د روزګار موقعې پېدا كول او دوي ته معاشي نتيجې رسول دي۔ده ووئيل حكومت د بهر مېشته پاكستانيانوخېرښېګړی لپاره ??څې كوي او غواړي چې دوي د قامي پرمختګ په هلو ځلو كښې شامل كړي٬په دې لړ كښې ګڼ شمېر اقدامات شوي ۔اولس مشر ووئېل بهر مېشته پاكستاني مېشن ته ضروري هدايات وركړې شوي چې دوي د بهر مېشته پاكستانيانو ستونزې لرې كړي او هر ډول آسانۍ وركړي۔ده ووئيل پاكستان جاپان سره په بې??ا بېلو ??ان??و كښې همكاري غواړي