اسلام آباد 09 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د سكھـ مذهب باني بابا ګرونانګ ديو جي د زېږون د 550مې ورځې په ??وقع د مذهبونو ترمېنځه د همغږې د جذبې عكاس كرتارپور لارې پروژې د خالي په ??رځ رسمي پرانسته وكړه۔ په دې موقع د هند پخوانې وزيراعظم منموهن سنګھـ٬ د هندي پنجاب وزيراعلٰي كېپټن ﴿ر﴾ امرېندر سنګھـ او پخوانې كركټر نجوت سنګهـ سدهو پشمول د ټولې نړۍ څخه راغلي سكھـ ياتري په ??ويه شمېره موجود وو كومو چې د وزيراعظم عمران خان او د ده د حكومت مننه وكړه او دعاګانې ئې وكړې۔ د زېږون د ورځې په دستورو كښې د 10 زرو نه زيات سكهـ ياتري شامل دي۔ د كرتاپور لارې پرانستل كېدو نه پس به اوس هره ورځ 5 زره سكهـ ياتري د ګوردواره دربار صاحب ياترا وكړې شي او خپل مذهبي رسومات به ادا كړې شي۔ د مذهبي همغږۍ دا لويه پروژه د وزيراعظم عمران خان په ??دايت پېل كړې شوې وه او دې لپاره فنډ په ??كمل توګه د پاكستان حكومت وركړي دي او دا سكھـ ټولنې لپاره يوه ډالې ده۔ وزيراعظم عمران خان د لارې پرانستلو او د ګوروجي د جنم ورځې په ??وقع پاكستان ته راتلونكو ټولو سكھـ ياتريانو لپاره اسان??و سره د پاسپورټ شرط په عارضي توګه ختم كړے۔ د ياتريانو اسانيې لپاره د پاكستان حكومت خاص ريل ګاډي هم چلولي دي۔ په دې موقع د امنيت خاص انتظامات شوي دي۔ د سكھـ ياتريانو اسانيو لپاره خاص اقدامات شوي دي۔ 42 اېكړه زمكه ګوردواره كمپلېكس او 62 اېكړه د لنګر خانې ضروريات پوره كولو لپاره بېله كړې شوې ده۔ دلته يو موزيم هم جوړ كړے شوے او طبي اسانيو لپاره روغتون جوړ شوے۔ راغليو ياتريانو وئيلي دي چې مونږ به د پاكستان دا احسان كله هم هېر نه كړو۔