اسلام آباد ۔ 13 دسمبر (اے پی پی) د هوا بازۍ وفاقي وزير غلام سرور خان وئيلي دي د حوېلیا فضائی پېښې عبوري راپور ترلاسه شوې۔ د پي آئي اے د اثاثو ماليت 78 اربه 30 کروړه روپۍ دې۔ بهر هېواد??نو كښې ټولې اثاثې ګټورې دي۔ د جمعې په ورځ قومي اسمبلۍ كښې د پوښتنو دمې په مهال د بېګم شاهده اخترعلي د پوښتنې په ځواب كښې وفاقي وزير غلام سرور خان ووئيل د مسافرو د سامان په وخت منتقل كېدل باوري كولو له بشپړه هڅې شوي دي۔ په يو ساعت كښې د سامان كليئرنس كېږي۔ په كومو هوائي مېدان??نو چې ??ې كښې تاخير كېږي هغوي څخه سپينا??ې غوښتلې او كارروائي كولې شي۔ دا سسټم سټريم لائن كوو۔ په دې اړه به ګيلې لرې كولې شي۔ د عبدالاکبر چترالی د پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د حوېلیا پېښې عبوري راپور ترلاسه شوې دې ٬ د روان سېشن په مهال دې ايوان ته د وړان??ې كولو اجازه راكړې شي۔ د محمد اسلم خان د پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د پي آئي اے ملكي او نړيوالو اثاثو ټول ماليت 78 اربه 30 کروړه روپۍ دې۔ بهر هېواد??نو كښې ټولې 7 اثاثې دي۔ د نیویارک روز وېلټ هو??ل تر ټولو مهمه اثاثه ده۔ دغسې هالېنډ كښې درې ٬ دهلي كښې يوه ٬ ممبۍ كښې يوه ٬ پېرس كښې يوه او 29 د هېواد دننه دي۔ بهر هېواد??نو كښې ټولې اثاثې ګټورې دي