لاهور۔22 مارچ(اے پی پی) د مسلم ليګ نون صدر شهباز شريف لندن څخه هېواد ته رارسېدو څخه سمدستي وروستو قرنط??نه ته لاړو۔ ده ماډل ټاؤن لاهور كښې د خپل كور تر يوې ??وټ?? ځان محدود كړو او تر څلورو پنځو ورځو به دې چا سره ملاقات نه كوي۔ ده سياسي لارښود هم ملاقات څخه منع كړې دي۔ شهباز شریف د پرواز پی کے سیون اېټ سېکس د لارې اسلام آباد ته راورسېدو او دې ځائې څخه د موټروے د لارې لاهور ته ورسېد۔ هېواد ته رارسېدو څخه وروستو په ټويټر خپل پېغام كښې ده ووئيل زه د ن??از شريف د درملنو لپاره لندن كښې وم۔ ده په اولس زور راوړو چې دوئي دې يو بل څخه فاصله ساتي او خپلو كورونو كښې دې ناست پاتې كېږي۔ لیګی لارښود عطا تارړ ووئيل شهباز شریف خپل ځان 4 څخه تر 5 ورځو قرنط??نه كړې دې او د ګوند لارښود ئې هم ملاقات كولو څخه منع كړې دي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د مخالفې ??لې مشر تېر كال د ن??مبر مياشت كښې د ن??از شريف د درملنو په غرض هغه سره لندن ته تلې وو او حكومت او د پيپلز ګوند سره سره دده د خپل ګوند غړو ه?? دا وئيل چې شهباز شريف بايد هېواد ته بېرته راشي۔