اسلام آباد 20 مئی (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقی وزیر سېنېټر شبلی فراز وئيلي دي پخوانو حک??متونو د هيواد بنیادونه کمزورې كړي،د تير وخت حک??مت او اپوزیشن خپلو كښې ذاتي ګتې له يو وؤ چې ورسره هيواد ته زيان رسيدلې ځكه اولس هغوي مسترد كړي، وزیراعظم عمران خان د خپل وژن سره مخ په وړاندې روان دے،هغه د هيواد نظام او د قام سوچ بدلولو لپاره هڅه كوي، په لږه موده كښې د هيواد نظام بدلول مشکل كار دے، دا يو اوږد مزل دے خو مونږ مخ په وړاندې روان يوو۔ د شورو په ورځ يو نجي ټي وي سره په خپلو خبرو كښې ده ووئيل د اطلاعات وزير په حيث زما دا كار دے چې حک??متي پالیسی او اولسي ګټې په اړه چې كومې پريكړې كيږي، هغه ديانتدارۍ سره اولس ته وړاندې كړم،دې سره سره اپوزیشن چې كله هم په حكومت ټكونه كوي د هغې ځواب وركول زما په فرض دي۔ده ووئېل زه د اپوزیشن په غلطو خبرو زيات افسوس لرم۔ سېنېټر شبلی فراز ووئيل وزیراعظم عمران خان يواځنې ليډر دے كوم چې هيواد د بحرانونو څخه د وېستلو صلاحیت لري او دا مهال هيواد ته د هغه ضرورت دے، هغه د يو کاز سره اقتدار كښې راغلې۔ ده ووئېل مونږ هيواد مخ په وړاندې روان كړے۔ ده ووئيل اسټیټسکو قوتونه وزیراعظم عمران خان په راتللو خوشحاله نه وؤ، هغه د هيواد نظام او د قام سوچ بدلول غواړي، اوسنې حک??مت ادارو سمولو له هڅې كوي۔ ده ووئېل وزیراعظم عمران خان د احمد فراز بنیادی اصولو سره مخ په وړاندې روان دے، هغه كه د چا خوښ وي يا نه دغه جلا خبره ده۔ وفاقی وزیر ووئيل زما پلار پخپله يو انسټی ټی??شن ؤ او عظیم انسان ؤ، په دې كښې هيڅ شك نشته هغه زما لپاره رول ماډل ؤ او ما عمر له د هغه په اصولو د تللو هڅې كړې۔ ده ووئيل زمونږ حكومت يوې ورځپاڼې ته دا نه وائي چې څه وليكئ او نه كوم چينل ته دا وائي چې څنګه پروګرام وړاندې كړه، دغسې يو چينل ته هم دا حق نه دې ترلاسه چې داسې اووائي چې څنګه ??ه حكومت چلولې شي ۔ده ووئېل تير وخت كښې به داسې كيدل او ځينې میډیا چینلز د حک??مت فریق??ن هم جوړ شوي وو۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د میډیا هاؤسز چې كوم بقایا جات د حک??مت په ذمه واجب الادا وؤ د هغې د ادائیګۍ عمل پيل شوے