اسلام آباد 03 اګست (اے پی پی) د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوید باجوه د لوئ آختر په موقع د لائن آف كنټرول (ایل او سی) دوره وكړه او آختر ئې په وړاندې مورچو ت??ین??ت ځوانانو او افسرانو سره ولمانځو۔ د آ??ی اېس پی آر له مخې سرلښكر په ایل او سی كھوئی رټه سیكټر دوره وكړه او هلته ت??ین??ت افسرانو او ځوانانو سره ئې ?? آختر ورځ تيره كړه۔ په دې موقع خپل خطاب كښې سرلښكر جنرال قمر جاوید باجوه ووئيل زمونږ دښمن پاكستان او سيمه عدم استحكام ښكارول غواړي، د كوم هم جارحیت په زړه پورې ځواب وركولو صلاحیت لرو، مونږ د خپل دښمن د عزائم څخه خبر يو۔سرلښكر جنرال قمر جاوید باجوه د پوځي ځوانانو حوصلې او عزم وستائلو۔ سرلښكر په كنټرول لائن آپریشنل تیاریو او پرله پسې په موَثره څارنه د ځوانانو كردار وستائلو۔ سرلښكر ووئيل لوئې آختر د غیر مشروط قربانۍ څرګندونه ده۔ د پاك پوچ سرلښكر جنرال قمر جاوید باجوه د هندی ظلمونو په ضد د كشمیریانو سره د يووالي څرګندونې د عزم پخلې كولو سره ووئيل كشمیریان د ټولو ستونزو باوجود استصواب رائے حق ولاړ دي، كشمیریان په مړانه د هندی ظلمونو او تشدد مقابله كوي۔ د پينډۍ كور كمانډر لیفټیننټ جنرال اظهر عباس هم په دې موقع سرلښكر سره ؤ۔ سرلښكر د این آئی ??ی، این آ??ی ایچ ډی دوه هم وكړه