اسلام آباد 10 اګست (اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلي دې مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو د روانو خلاف ورزو مخ نيوې وكړي٬يو اېن جنرل اسمبلي دې د كشمير مسئلې سوله ايز حل له خپل فعاله كردار ترسره كړي۔ پاكستان د شريكې ذمه وارۍ له مخې افغانستان كښې امن له د مصالحت خپل كردار په اخلاص ترسره كوي٬په منطقه كښې تل پاتې امن او استحكام له بين الاافغان مذاكرات زيات ضروري دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ نوي ټاكلي شوي صدر وولكن بوكرز سره په خبرو كښې وكړه چا چې ده سره په خارجه وزارت كښې ملاقات وكړو۔ د خارجه دفتر وياندې له مخې ملاقات كښې خارجه سېكرټري سهيل محمود٬ډي جي يو اېن او د خارجه وزارت اعلٰی چارواكي موجود وو۔د ملاقات په مهال د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ 75مې غونډې سره په اړوندو چارو او د غونډې ايجنډې پشمول د شريكې خوښې په يو شمېر چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ خارجه وزير وولكن بوكرز ته د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ 75مې غونډې ??پا??ه په صدر ټاكلے كېدو مباركي وركړه او ده ??پا??ه يې د نېكو هيلو څرګندونه و??ړه۔ خارجه وزير ووئيل دې غونډې ??پا??ه جاري كړی ايجنډا خوشبينه ده۔ ده و??ئيل دا غونډه به مهمه ځكه و?? چې نړۍ دا وخت يو پلو كه د كورونا چېلنج مقابلې كولو له هڅې كوي نو بلخوا مونږ وينو چې نړيواله معاشي ستونزه مخ په زياتېدو ده۔ ده و??ئيل د كورونا وبائي چېلنج مخ نيوي له به په نړيواله كچه بشپړه او په ګډه هڅې كول وي ولې چې د كورونا ويكسين تيارۍ له يو شمېر هېوادونه هڅې كوي۔خارجه وزير ووئيل په دې مهال د كورونا وباﺀ اثراتو په مخ نيوي او د كمزورو معيشتونو معاشي بحالۍ له د وزيراعظم د پرمختګ كوونكو هېوادونو په قرض ستنولو كښې د آسانۍ وړاندېز څخه هم ټاكلے صدر خبر كړے شو ۔خارجه وزير د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ نوي ټاكلي صدر ته مقبوضه جمو او كشمير كښې د بشري حقونو په ضد روانو خلاف ورزو څخه خبرولو كښې ووئيل هند مقبوضه جمو او كشمير كښې د ملګرو ملتونو د سېكورټي كونسل قراردادونو او د نړيوال قوانين ښكاره خلاف ورزۍ كولو سره د مقبوضه كشمير آئيني حېثيت بدلولو ??پا??ه د تېر كال اګست مياشتې په پنځمه نېټه يو اړخيزه ګامونه پورته كړي ۔مقبوضه كشمير كښې ?? هندي قابضو ځواكونو لخوا د كشميريانو د وژنې پیښې٬په تش لاسو وګړو ډزې كول او تشدد معمول ګرځېدلے۔مخدوم شاه محمود قرېشي ووئيل هند د اېل او سي پرله پسې خلاف ورزۍ كولو د لارې بې ګناه او تش لاسي وګړي په نښه كوي۔ده و??ئيل د كشمير مسئله د ملګرو ملتونو د قراردادونو په رڼا كښې په نړيواله كچه يو متنازع مسئله ده چې توثيق يې د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر د تېر كال اګست مياشتې د اتمې نېټې بيان كښې هم كړے ۔ده و??ئيل هيله ده چې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلي به د خپل وژن په رڼا كښې په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو په ضد د روانو خلاف ورزو مخ نيوي له او د ملګرو ملتونو د قراردادونو په رڼا كښې د كشمير مسئلې سوله ايز حل له خپل فعاله كردار ترسره كړي٬پاكستان د ملګرو ملتونو پشمول په هر نړيوال فورمز ?? هند عزائم په ډاګه كړي۔دواړو لارښودو ترمينځه د افغان امن عمل پشمول منطقه كښې امن او استحكام ??پا??ه په روانو ھڅو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔خارجه وزير ووئيل پاكستان د شريكې ذمه وارۍ له مخې افغانستان كښې امن په ځاې كولو له خپل مصالحانه كردار به اخلاص سره ترسره كوي۔منطقه كښې تل پاتې امن او استحكام ??پا??ه زر تر زره بين الاافغان مذاكرات كول ضروري دي۔