سكهر 17 اګست (اے پی پی) د پي ټي آئي مركزي عمومي سېكرټري عامر محمود كياني او د وزيراعظم كوآرډينېټر احمد نيازي د سندھ دورې اعلاميه جاري كړې شوې۔ په اعلاميه كښې وئي??ي شوي د ګوند دې دواړو مشرانو د پي ټي آئي لارښود طاھر شاه ٬ ګوهر كهوسو لخوا په جوړو شوو دستورو كښې ګډون كړے او په دې موقع د سندھ اسمبلۍ غړے جم??ل صديقي او نور لارښود هم موجود وو۔ په سكهر كښې د پاكستان تحريك انصاف عمومي سېكرټري او د قومي اسمبلۍ غړي عامر محمود كياني په طاهر شاه هاؤس كښې مېډيا سره په خبرو كښې ووئيل د پي ټي آئي حكومت د هې??اد د كرپشن لس زره كروړه روپې ترلاسه كړي۔ ده ووئيل د عمران خان نظريه په هې??اد كښې بهتري راوستل دي٬ حكومت د كراچې ستونزې هواروي ٬ 12 ??ال?? حكومت كوونكي نااهل ثابت شوي۔ ده ووئيل نواز ليګ او پيپپلز پارټۍ په يو بل كېسونه جوړ كړي وو٬ مونږ چې حكومت ته راغلو نو دوي مو ونيول٬ په كراچې كښې مو د لكونو په شمېر رائې ترلاسه كړي٬ مونږ به راځو او كار به كوو٬ د سندھ حكومت ناكامه شوے٬ په كراچې د كنټرول خبرې قياسونه دي۔ وركرز كنونشن ته په خپله وېنا كښې ده ووئيل پاكستان د عمران خان په مشرې كښې مخ په وړاندے روان دے۔ په هې??اد د قرضونو بوج دے او دا د مافياز پېداوار دے٬ دوي هې??اد تباه كړے٬ د دوي بېرغونه مختلف او دننه په خپلو كښې يو دي۔ ده ووئيل اپوزيشن يوازې مفادات لپاره جګړه كوي٬ د ليډر كار وژن جوړول وي۔ عمران خان ستاسو په شان ځوانان پېدا كړل۔ ده ووئيل عمران خان هغه يواځنې ليډر دے چې په ټوله نړۍ كښې ئې عزت كېږي ځكه چې عمران خان يو ديانتدار ليډر دے