اسلام آباد 25 ستمبر (اے پي پي) د نېشنل فوډ وفاقي وزير سيد فخر امام وئ??لي دي حکومت د جديدې ټيکنالوجي استعمال سره د كروندګرو سهولت لپاره هر ډول ممكنه اقدامات كوي او د څلورو واړو صوبو په ملاتړ به وفاقي حكومت ډېره زر د غنمو د لږې نه لږه بيعه اعلان كړي۔ د جمعې په ورځ نجي نيوز چينل سره په خبرو كښې ده ??وئ??ل حكومت زراعت ته وده وركولو٬ د غنمو پېداوار زياتولو او د كروندګرو مالي حالت ښه كولو لپاره هر ډول ممكنه اقدامات كوي۔ سيد فخر امام زراعت او په نورو څانګو كښې د جديدې ټېكنالوجۍ په معرفي كولو زور رواړو۔ ده ??وئ??ل د پي ټي آئي حكومت د غنمو پېداوار زياتولو لپاره د چين سيډ ريسرچ په ټېكنالوجۍ كار كوي او حكومت به كروندګرو ته د بېلا بېلو فصلونو پېداوار اضافې لپاره تصديق شوې تخمونه وركوي۔۔ سيد فخر امام ??وئ??ل وزيراعظم عمران خان اولس له د غذائي تحفظ باوري كولو ته پاملرنه كوي