اسلام آباد۔ 28 اکتوبر(اے پی پی) د مواصلات وفاقي وزير مراد سعيد وئيلي دي د قام د لوټ كړو پېسو بايد ځواب وركړے شي۔ حكومت دا ??ېسه معاف كولے نه شي۔ په نام??س رسالت ٬ پېښور پېښه او د كوئټې په چاؤدنه د اپوزيشن سنجيدګي د قام په وړاندې ده۔ د شورؤ په ورځ قومي اسمبلۍ كښې ??غه ووئيل اپوزيشن د پېښور په پېښه سياست شروع كړے۔ تېره ورځ په نام??س رسالت او نن د پېښور په پېښه د اپوزيشن سنجيدګي د ټولو په وړاندې ده۔هغه ووئيل د كوئټې په جلسه كښې ??ئيلې شوي وو په پاك افغان پوله به خاردار تار لرې كولے شي۔ دوي دا ??ېره كړې چې دې تار لګولو نه وروستو ??اك??تان محفوظ شوے۔ د اچکزئی ورورو پخپله ګورنر ؤ هغه پښتنو لپاره څه كړي ۔ هغه ووئېل زمونږ په ماشومانو د سياست كولو نه بايد ډډه وكړې شي۔ هغه ووئيل اپوزيشن په كورونا هم سياست كړے۔ په فیټف چې كله قانون سازي روانه وه نو په دغه موقع اپوزيشن تحريري اېن آر او وړاندې كړه۔ مراد سعید ووئيل اجیت دوول د ??اك??تان په حقله وئيلي وو هغه د بهر نه بريد نشي كولے ۔ دې بيان نه وروستو داخلي سازشونه پېل شو۔ بلوچستان او پختونخوا كښې د ناامنۍ او شيعه سني فساداتو سازش روان دے ۔مراد سعيد ووئيل د قائد د مزار يو تقدس دے۔ زه د هند د نظريې او سوچ غندنه كوم۔ هغه ووئيل د اردو ژبې د ترويج غوښتنه آئين كوي۔ دا خلق د اجیت دوول بیانیې او د مودی سوچ ته وده وركوي۔ په كشمير 54 كاله وروستو د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل كښې بحث شوے ۔ هغه ووئېل موجوده حكومت كښې درې وارې سلامتي كونسل كښې د كشمير په مسئله خبره وشوه۔ د نام??س رسالت معامله عمران خان ټولې نړۍ او ملګرو ملتونو ته يوړله۔ كله چې د فلسطين په اړه خبره وشوه نو د ??اك??تان په ضد سازشونه پېل شول۔ وفاقي وزير ووئيل سترې محكمې هغه ته سرټيفائيډ غل او عمران خان ته صادق او امين وئيلے۔ هغه ووئيل اپوزيشن د هند او اسرائيل په سازشونو كښې د ميرجفعر كردار ترسره كوي