اسلام آباد۔ 15نومبر(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز وئيلي دي چې د پي ټي آئي د ګلګت ټاكنو كښې زيات اكثريت سره بريا به د پي ډي اېم بيانيې ته ماتې ګرځولې شي۔ د اتوار په ورځ نجي نيوز چېنل سره خبرو كښې هغه ووئيل چې د جي بي خلك د وزيراعظم عمران خان په فع??له قائدانه صفتونو باور لري۔ وفاقی وزیر ووئيل ټول ټاكنې سپېځلې وشوې ولې چې په دغه مهال پولنګ سټېشنونو كښې كومه ناوړه پ??ښه رامخې ته نه شوه۔ هغه ووئيل د جي بي خلك به د پی پی پی او نون ??يګ كانديدان مسترد كړي كوم چې د خپلو ګټو لپاره ناوړه سياست كوي۔ شبلی فراز ووئيل د دغه دواړو ګوندونو جمهوريت سره هېڅ تعلق نشته هغوي هېواد كښې نظرياتي سياست نه كوي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل حكومت اولس ته ريليف وركولو او ګراني كمولو له ګامونه پورته كوي